جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمسوولان: له تېر یو کال راهیسې ۲۰۰ زره ګرځندویانو له نورستانه لیدنه...

مسوولان: له تېر یو کال راهیسې ۲۰۰ زره ګرځندویانو له نورستانه لیدنه کړې

تاند ( پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۹مه) نورستان ولایت کې د طالبانو ویاند فریدون صمیم وايي، له تېر یوه کال راهیسې شاوخوا ۲۰۰ زره کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو لیدنه کړې ده.

صمیم په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي چې، یادو کسانو په تېرو اخترونو او نورو خاصو ورځو کې له مرکز پارون ښار او بېلابېلو ولسوالیو لیدن ې کړې دي.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې د سېلانیانو د راجلبولو په خاطر یې د هوټلونو جوړولو په ګډون ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي او نور هم هڅه کوي چې ذوی ته په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوي برابرې کړي.

نورستان د هیواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې، طبیعي ځنګلونو، غرونو، اوبو او نورو ښکلاوو پوښلی او یادې ځانګړنې د دې لامل شو چې، خلک زیات په سیاحت ورځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب