جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپرون چهارشنبه تر ۱۰ زره زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي

پرون چهارشنبه تر ۱۰ زره زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي

تاند ( پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۹مه) ‏د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، پرون چهارشنبه هېواد ته له بېلابېلو لارو ۱۷۶۳ کډوالې کورنۍ چې، د غړو شمېر یې ۱۰زره ۴۰۵تنه کیږي راستانه شوي دي.

د ا.ا. ویاند د یاد کمېسیون له قوله ویلي، دغه کډوالې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، اسلام کلا او ورېښمو پل له لارو هېواد ته راستنې شوې دي.

حمدالله فطرت ویلي، تېره ورځ ۲زره ۲۲۲ راستنې شوې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳زره ۳۰۳تنه کیږي بیا خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې او ۱۵۴۳کورنیو سره مرستې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، پرون له مرکز کابل څخه هم د ټرانسپورټ کمېټې له لوري ۱۲۴۱کورنۍ کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدولې او نږدې څلور اعشاریه ۸میلیونه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب