تاند (پنجشنبه د لړم ـ عقرب ۲۹مه) د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستو ته اجازه ورکړي.
نوموړي زده کړې د ټولو ماشومانو لپاره نه یوازې د دوی حق ګڼلی، بلکې په ټینګار سره یې د ټولنې اساسي اړتیا بللې ده.
د نومبر ۲۰ مه هر کال په نړۍ کې د ماشومانو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.
پخواني ولسمشر ویلي: «زموږ ټولنه یوازې هغه وخت وده او پرمختګ کولای شي چې د ماشومانو تعلیم او روزنې ته د راتلونکي لپاره د متخصص بشري ځواک په توګه جدي او اساسي پاملرنه وشي.»
طالبانو له تېرو څه باندې څلورو کلونو د افغان نجونو د لېسو او پوهنتونونو زده کړې تړلې دي او د هېواد سلګونه زره ماشومان له دغه اساسي حق محروم دي.
دا یو حقیقت دی چی د خلکو زور د خدای زور. طالبان کچیری سړی نشی نو د مکاتبو او پوهنتونو بد حالت به دوی ورک کړی خلک نغواړی چی اولادونه یی بیسواده پاتې شی، خلک نغواړی چی خوندی او میندی یی د تورخم او سپین بولدک دروازو کی بی عزته شی هغوی چی د تداوی لپاره پاکستان ته په انتظار کی وی ـ مونږه باید ښځینه ډاکټری او معلمانې ولرو که نور څه نشی کیدی باید د ښځو لپاره د طبابت پوهه او د لوړو تعلیمات زمینه زر تر زر برابره شی. ملایانو هسی لذت وړی چی ښځیی یی یوه نارینه ډاکټر ولاړې شی وایی چی نارینه ډاکټر زمونږه د ښځو محرم دی ـ
زموږ ټولنه هغه وخت پرمختګ کولی شی چې پخوانې غله اورهزن ،فاسد او مزور لېوان دولس څخه عفوې اوبښنې ته مراجعه وکړی او دخپلې مزدورې دورې له کًړکیچونو پښیمانی وښیی. دایو ضرورت دی او عینی حقیقت.ٍ
دتعلیم له بندیز او یوشمیر ستونزو له شتون څخه دا ډول کرباسان سوء استفاده نشی کولی . ولس له چلوسو منافقانو کرکه لری.
دحامد کاسه لیس کنجاړه په خوب وینی