Homeخبرونهغني: امریکا د اوربند د دوام او مستقیمو مذاکراتو د پیل په...

غني: امریکا د اوربند د دوام او مستقیمو مذاکراتو د پیل په لټه کې ده

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر غني ته زنګ وهلی او د ۲ زره طالب بندیانو د خوشې کولو په تړاو یې د ولسسمشر د اعلان ستاینه کړې ده.

ولسمشر غني نن دوشنبه په یو ټویټ کې ویلي، ښاغلي پمپیو تېره شپه له ده او عبدالله سره تلفوني تماس نیولی او د دې پرېکړې هرکلی یې کړی چې ولسمشر غني د ۲ زره طالبانو د خوشې کولو اعلان کړی دی.

ولسمشر غني وايي، مایک پمپیو ورته ډاډ ورکړی دی چې امریکا په افغانستان کې د دوامداره اوربند او د مخامخ مذاکراتو په لټه کې ده.
ولسمشر غني وايي، مایک پمپیو ورسره په خبرو کې د درې ورځني اوربند هرکلی او ستاینه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لخوا د اختریز اوربند تر اعلان وروسته افغان حکومت د متقابل اوربند تر څنګ د ۲ زره طالب زندانیانود چټکې ازادۍ خبر هم ورکړی دی.

دا پروسه چې د ۱۰۰۰ طالبانو او ۲۶۱ حکومتي بندیانو تر تبادلې وروسته دتاوتریخوالي د شدت له کبله درېدلې وه، پر یو ځل بیا پيل یې طالبانو هیله مندي ښودلې او دا یې د افغاني مذاکراتو لپاره مهم ګام بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...