Homeخبرونهامریکا وايي، یو سرتېری یې په افغانستان کې وژل شوی

امریکا وايي، یو سرتېری یې په افغانستان کې وژل شوی

تاند (دوشنبه، د جوزا ۵مه) د امریکا دفاع وزارت وايي، یو پوځي یې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ (مې۱۹) د افغانستان په بګرام هوايي اډه کې وژل شوی دی.

پینتاګون د دغه سرتېري عکس هم خپور کړی او ویلي یې دي چې ۲۵ کلن تریفاریس رافن باومن له جګړې سره په اړونده پېښه کې وژل شوی دی.

دې وزارت ویلي چې د دغه عسکر د وژل کېدو د څرنګوالي په اړه څېړنه کوي خو دا یې نه دي ویلي چې په وسله واله نښته کې وژل شوی او که په بمي چاودنه کې.

نوموړی د جنوبي کارولینا د ملي ګارډ غړی و او افغانستان ته د فریډم سینټاینل عملیاتو لپاره استول شوی و.

امریکا له نسبتاً یوې اوږدې مودې وروسته په افغانستان کې د خپل یوه پوځي د وژل کېدو خبر ورکوي.

د آی کژولڼي د راپور له مخې، سږ کال تراوسه پورې په افغانستان کې ۸ امریکايي پوځیان وژل شوي دي.

آی کژولټي له ۲۰۰۱ م کال راهیسې په افغانستان او عراق کې د امریکايي او نورو نړیوالو ځواکونو د مرګ ژوبلو شمېرنې خپروي.

د دې ویبپاڼې پر اساس تېر کال ۲۶ بهرني پوځیان (۲۴ امریکايي) په افغانستان کې وژل شوي وو. خو تر ټولو ډېر په ۲۰۱۰ م کال کې وژل شوي وو چې شمېر یې ۷۱۰ تنو ته رسېده. په ۲۰۱۰ م کال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر نژدې یو نیم لکو ته رسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...