Homeخبرونهد افغانستان جګړه د نړۍ دریمه ډېر مصرف لرونکې جګړه شوه

د افغانستان جګړه د نړۍ دریمه ډېر مصرف لرونکې جګړه شوه

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: د ټایم امریکايي مجلې راپور ورکړی چې د افغانستان جګړه په تاریخ کې دریمه جګړه ده چې تر ټولو زیاتې پیسې پرې مصرف شوې دي.

د راپور له مخې د افغانستان پر جګړه ۱۸ کلونو کې ۹۱۰ میلیارده ډالر مصرف شوي او دا د امریکا د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه یادېږي.
راپور وايي، دغه جګړه کې ځینې داسې جنګیالي هم اوس په جګړه بوخت دي چې د پيل پر مهال یې حتی نړۍ ته سترګې هم نه وې غړولې، ځکه خو دا جګړه اوس د امریکا په دایمي جګړه یادېږي.

راپور دویمه نړیواله جګړه د امریکا د تاریخ تر ټولو زیاته لګښت لرونکې جګړه بولي، خو د افغانستان اتلس کلنه جګړه بیا په دې لیست کې دریمه تر ټولو زیات مصرف لرونکې جګړه یادوي.
راپور واييو په دویمه نړیواله جګړه د امریکا ۴ اعشاریه ۶۹ تریلیونه ډالر لګېدلي، همدا راز د عراق په جګړه ۱ اعشاریه صفر یو تریلیون ډالراو د افغانستان په جګړه تر اوسه ۹۱۰ میلیارده ډالر لګول شوي دي چې له دې کبله د افغانستان جګړه دریم مقام لري.

ورپسې په څلورم مقام کې د ویتنام جګړه یاده شوې چې ۳۹۸ اعشاریه ۸۱۸ میلیارده ډالر پرې مصرف شوې دي.
همدا راز د کوریا جګړه، لومړۍ نړیواله جګړه، د خلیج فارس جګړه، د امریکا کورنۍ جګړه، د کنفډریسۍ کورنۍ جګړه، د هسپانیا امریکايي جګړه بیا هغه دي چې په ترتیب سره له پنځم نه تر لسم پورې مقامونه یې نیولي او د امریکا زیاتې پیسې پرې مصرف شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...