شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهتخار کې د دوه قومندانانو تر منځ نښته کې ۱۰ کسان وژل...

تخار کې د دوه قومندانانو تر منځ نښته کې ۱۰ کسان وژل شوي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: تخار کې د دوه غیر مسووله قوماندانانو ترمنځ نښته شوې چې۱۰ تنه پکې وژل شوي دي.

د تخار سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې تیره ورځ د دوو غیر مسؤله قوماندانانو ټوپکوالو په خپل منځ کې نښته کړې چې یو تر بله لس کسان‌ یې وژلي دي.

ویل کیږي دغه دوه قومندانان د شیر علي او مهدي په نوم دوه غیر مسووله وسلوال دي چې په خپل منځي نښته کې یې دواړو خواو ته ۱۰ کسان وژل شوي چې قوماندان مهدي هم په‌کې شامل دی.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري تاند ته وویل چې پولیسو ځانونه د پېښې ځای ته رسولي او نښته‌یې کنټرول کړې او هڅه کوي چې مجرمین ونیسي.

ښاغلی جواد وایي دا لومړنۍ پېښه نه ده بلکې وخت نا وخت داسې پېښې په دغه ولایت کې رامنځته کیږي.

که څه هم د دې پېښې اصلي علت لا نه‌دی معلوم، خو د راپورونو په اساس په شمال کې اکثر غیر مسؤل قوماندانان داسې نښتې په سیمه کې په یو بل د برترۍ او په قاچاق او غلاو کې په نه‌جوړ راتلو سره کوي چې په‌کې تر دوی زیات ملکیانو ته تاوان اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب