Homeخبرونههند، قطر، جرمني، اندونیزیا، ناروې او ازبکستان د افغان اوربند د دوام...

هند، قطر، جرمني، اندونیزیا، ناروې او ازبکستان د افغان اوربند د دوام غږ وکړ

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: قطر، هند، جرمني، اندونیزیا، ناروې او ازبکستان په افغانستان کې د کوچني اختر په مناسبت د دریو ورځو اوربند تود هرکلی کړی دی.
شپږو واړوهېوادونو افغانانو ته ارام اختر په برابرولو خوښي ښودلې او د دغه اوربند د دوام غوښتنه یې کړې ده.

قطر، جرمني، اندونیزیا، ناروې او ازبکستان په یو ګډ پیغام کې ویلي، افغانان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو ترڅنګ د باعزته سولې او ثبات حق لري.

دغو پنځو واړو هېوادونو ښکیل لوري هڅوي چې له ځنډ پرته د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره په راتلونکو ورځو او اوونیو کې کوټلي ګامونه واخلي.

دغو هیوادونو د کوویډ ۱۹ ناروغۍ اړوند د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش د اوربند غوښتنې ته په اشاره ویلي، اوسنی اوربند باید وغځول شي او تاوتریخوالی د پام وړ راکم شي تر څو افغانان تر ډېره هوسا ژوند ولري او د کورونا پر ضد مبارزه په اغېزناک ډول ترسره شي.

په دغه ګډه اعلامیه کې د ژر تر ژر بندیانو تبادله باندې هم تینګار شوی او په کې راغلي چې دغه هیوادونه به د ښکیلو لوریو په غوښتنه د سولې په چارو کې هر ډول مرستې ته راودانګي.
بلخوا هند هم په یو جلا پیغام کې د درې ورځني اوربند هرکلی کړی دی خو د بشري مرستو د رسولو لپاره یې د دغه اوربند د غځولو غوښتنه کړې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی به د افغانانو د خپلواکۍ، سولې او هوساینې لپاره تل له افغانستان سره ولاړ وي او په وینا یې د اوربند غځول به واقعي سولې ته لاره هواره کړي

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغان حکومت او طالبانو لخوا د اختر په مناسبت د اعلان کړي اوربند دویمه ورځ ده او تېره ورځ ولسمشر غني د طالبانو د ۲ زره بندیانو د چټکې ازادۍ امر وکړ چې د امریکا په شمول ګڼو لوریو دا کار وستایه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...