شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهلوګر کې طالبانو د اختر په لومړۍ ورځ عام خلک وهلي او...

لوګر کې طالبانو د اختر په لومړۍ ورځ عام خلک وهلي او ټپیان کړي دي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: د لوګر ولایت په محمد اغي ولسوالۍ سرخاب سېمه کې د اختر په لومړۍ ورځ وسله‌والو طالبانو په زیات شمېر ولسي او عامه خلک وهلي او ټکولی چې له ډلې یې اووه عامه خلک سخت ټپيان شوي دي.

سرخاب سېمه چې د محمد اغي ولسوالۍ یوه مهمه سېمه ده
ډېری برخې یې د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي او ویل کیږي دا سېمه د ولسمشر محمد اشرف غني پلارنۍ ټاټوبی هم دی.

د سرخاب کلي اوسېدونکو او ځوانانو نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې تیره ورځ د دوی ځینې کلیوال د درې په نوم د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ته ورغلي وو چې تر څو له طالبانو وغواړي چې د دوی د سېمې نیول شوی ملا امام طالبان ورخوشې کړي، خو هغوی یې ووهل او ټپیان‌یې کړل.

دوی وایي، اوه تنه یې سخت ټپیان شوي دي چې اوس په روغتونونو کې دي.

بل لورته د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم رسنیو ته دا پېښه تأیید کړې، خو ویلي یې دي چې ځینو اربکیانو (محلي پولیسو) د دوی په دغه سېمه کې د پوستو د جوړولو هڅه کوله او د دوی تر کنټرول لاندې سیمې ته ورغلي وو چې تر لنډې نښتې وروسته بېرته په شا شول او ځینې کسان یې ټپیان شوې دي.

د لوګر امنیتي مسوولینو بیا د دې پېښې په اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب