شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپټریاس: داعش، القاعده، حقاني شبکه افغان سولې ته ګواښونه جوړوي

پټریاس: داعش، القاعده، حقاني شبکه افغان سولې ته ګواښونه جوړوي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: د امریکا د استخباراتو پخوانی رئیس جنرال ډیویډ پټریاس ادعا کوي چې له طالبانو پرته داعش، القاعده، حقاني شبکه او پاکستاني طالبان د افغانستان د سولې لپاره ګواښونه جوړوي.

دغه امریکايي استخباراتي جنرال چې په افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو قومانده هم کړې ده، په دې باور دی چې په افغانستان کې له طالبانو سره تر سولې وروسته به نورې ترهګرې ډلې همدغسې فعالې پاتې شي.

نوړي ویلي، طالبان نشي کولای چې د دغو ټولو ترهګرو ډلو د فعالیت مخه په افغانستان کې ونیسي: (( د افغانستان دښمنان زیات دي، القاعده، حقاني شبکه، د ازبکستان اسلامي جنبش، پاکستاني طالبان او په ځانګړي ډول داعش چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان خواته خپلې ځالې لري.))
خو پخوانی طالب چارواکی سید اکبر اغا بیا وايي، له طالبانو سره سوله به نورې ټولې ترهګرې ډلې کمزورې کړي.

نوموړی په دې باور دی چې له طالبانو سره تر سولې وروسته به نورې ترهګرې ډلې یا وځپل شي یا به په افغانستان کې د فعالیت ځای ورته پاتې نه شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت په وینا ترسره شوي بریدونه حقاني شبکې او نورو هغو ترهګرو کړي دي چې د طالبانو تر سیوري لاندې یې وده کړې ده.
په داسې حال کې چې طالبانو له امریکایانو سره هوکړه کړې چې د القاعده او داعش ډلې په څېر ترهګر ګروپونه به ځپي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب