شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد اوربند په لومړۍ ورځ یوازې دوه امنیتي پېښې شوې دي

د اوربند په لومړۍ ورځ یوازې دوه امنیتي پېښې شوې دي

تاند، دوشنبه، د جوزا ۵مه: د اوربند په لومړۍ ورځ ټول هېواد کې یوازې دوه امنیتي پېښې ثبت شوې دي.

لومړۍ پېښه د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې شوې او ځايي چارواکي وايي، چې طالبانو د اختر تر لمانځه وړاندې د راغستان ولسوالۍ د محلي پولیسو پر پوسته برید کړی چې د پولیسو لخوا بیرته شاته تمبول شوی او لږ تر لږه ۲ طالب وسله وال په کې وژل شوي دي.

دویمه پېښه بیا د پروان د والي ویاندې وحیده شهکار په قول بګرام ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې وسله والو غوښتل له پخواني تاکتیک څخه په استفاده له یو سراچه موټر څخه پر بګرام هوايي ډګر توغندي وتوغوي خو څو توغندي په موټر کې چاودلي دي او دوه یې نږدې کلي کې لګېدلي دي.

د وحیده شهکار په خبره دغه برید کې چاته زیان نه دی رسېدلی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند دویمه ورځ ده او د دغه اوربند د غځولو غوښتنې ډېرې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب