شنبه, مې 18, 2024
Homeټولنیزد جګړې اتلان او د وير كولو ريا

د جګړې اتلان او د وير كولو ريا

لیکوال: ډاکتر مبارک علي

ژباړن : اسدالله غضنفر

  په هند براعظمګي كې د جګړې په قربانيانو باندې د وير كولو كلچر مختلف اړخونه موندلي او دغه کلچر یې  تر پخوا مصنوعي كړى دى.

  ټوك ، ټوك بدنونه، غوڅې پښې ، غوڅ لاسونه او د انسان په وينو سره شوې خاوره، دا هغه څه دي چې له هرې جګړې وروسته  په ميدان پاتې وي. خو د جګړې له دغو  اتلانو سره بايد څه وشي ؟ دا همېشه يوه متنازع موضوع وه . ايا مړي دې د جګړې په ميدان كې خاورو ته وسپارل شي كه  پلارنۍ هدېرې ته ولېږدول شي ؟ په دې اړه همېشه نظرونه بېل وو.

  د تاريخ په ابتدا كې ، وژل شوي عسكر د جګړې په ميدان كې خاورو ته سپارل كېدل او دغه هديرې د جګړې په يادګارونو بدلېدلې . دغه رواج تر اوسنۍ زمانې ادامه ومونده. خو د لومړي نړيوال جنګ په وخت چې ځينو كورنيو په پلارنيو هديرو كې د خپلو زامنو د مړيو د خښولو غوښتنه وكړه نو په دې باره کې  زړه مناقشه يو ځل بيا تازه شوه.

  د ۱۹۱۹ كال په جون كې د يوۀ وژل شوي عسكر پلار مقاماتو ته وليكل چې:( كه څه هم دوى مړۀ دي خو موږ غواړو چې د جګړو له لعنتي ميدانونو يې ولېږدوو. دوى خپله دنده تر سره كړه. اوس بايد موږ د دوى په مقابل كې خپله دنده تر سره كړو او اجازه وركړو چې پخپلو پلارنيو هديرو كې ارام وكړي. د جګړې په ميدان كې د دوى د پرېښودلو معنا دا ده چې په همېشني عذاب كې يې ساتو. د نن جګړه تېرېږي. ژوندي به كورونو ته ستنيږي. راځئ مړي هم خپلو كليو ته ورسوو ، هغو ځايونو ته چې د مرګ په غمجنو شېبو كې د دوى د ذهنونو په وروستيو فكرونو كې ګرځېدل. )

  خو له بلې خوا، يو شمېر نورو خلكو غوښتنه كوله چې د جګړې دغه ( اتلان ) دې هورې چې د خپلې دندې په لاره كې له سرونو تېر شوي دي ، په خاورو كې پټ شي. يو پلار چې زوى يې په جګړه كې وژل شوى و او غوښتل يې چې د زوی مړی یې  د جګړې په ميدان كې خاورو ته وسپارل شي، خپله هيله داسې څرګنده كړه : ( زما زوى دې د هغوى په منځ كې چې يو ځاى ورسره جنګېدلى و، خاورو ته وسپارل شي. دۀ په جګړه كې خپلو كسانو ته قومانده وركړه او اوس غواړم چې له مړينې وروسته له خپلو ملګرو سره يو ځاى وي. دى چې  په سرحد كې وي نو راتلونكو نسلونو ته به الهام وركوي چې كه په وطن حمله وشوه دفاع به يې كوئ.

  د لومړۍ نړيوالې جګړې په موده كې په اروپا كې خپلو كورنيو ته د جنګ په ميدان كې د وژل شويو كسانو د مرګ د خبر د رسولو لپاره يو سستم رامنځ ته شو. په فرانسه كې دا د ښاروال دنده وه چې د وژل شوي كس كورنۍ ته اطلاع وركړي. چې ښاروال به له دفتره راووت ، خلك به هم د خپلو كورونو په ورونو كې ودرېدل او څار به يې كاوۀ چې هغه د چا د كور مخې ته درېږي. ښاروال به د مړينې خبر په ارامو اعصابو د كورنۍ غړيو ته  وركړ او د مړي خپلوان به يې پرېښودل چې خپل وير وكوي.

  په بريتانيا كې به د عسكر د مړينې خبر د هغه كورنۍ ته د ليك په ذريعه وركول كېدۀ او د منصبدار د مړينې خبر به د تلګراف په ذريعه و. په استراليا كې د مرګ خبر د كشيش دنده وه.

  په هند براعظمګي كې د جنرال يا يوۀ بل عالي رتبه منصبدار د مړينې ذكر د شعر په ژبه په مرثيه كې كېدۀ. يوه مشهوره مرثيه د اميرخسرو ده چې د بلبن د زوى سلطان محمد شهيد په وير كې ېي ويلې ده. سلطان محمد له چنګيزيانو سره په مقابله كې ووژل شو.كله چې خسرو په دربار كې مرثيه اوروله، له بلبنه پرته نورو ټولو حاضرو كسانو ډېر بد ژړل. بلبن ځكه خپل احساسات قابوساتلي وو چې دا وښيي چې دى پاچا دى ، تر نورو عادي خلكو بر دى . البته ، تاريخ وايي چې دۀ بۀ يوازې چې نور به نه وو، په خپله كوټه كې په زوى پسې اوښکې تویولې  او وير ېي كاوۀ.

   په دې وروستيو كې موږ د وير په كلچر كې يو نوى تمايل وينو. د كارګيل په جګړه كې چې به مړي خپلو كورنيو ته ورسول شول ، د ميډيا ټيمونو به د ويرجنو كورنيو ته په منډه ځان ورساوۀ او پوښتنه به يې ورنه وكړه چې د خپلو عزيزانو د مړينې په اړه څۀ واياست؟ خواركي پلار، بېچاره مور ، يا خواركي ورور به له دې پرته نور څه ويل چې په وژلو يې وياړ كوو او د خپل هيواد لپاره لا زياتې قربانۍ ته تيار يو. دغه ټول نمايش په داسې طريقه ترسره كېدۀ چې نفرت به دې ورنه كاوۀ.  كورنۍ مجبورېدلې چې خپل وير پټ كړي او د وطنپالنې دروغي نمایش ورکړي.

  د ویر دا رنګه  كلچر ته په پاكستان كې جهادي ډلو انكشاف وركړ. كله چې به  يو زلمی مجاهد په كشمير يا افغانستان كې ووژل شو، اړوندې ډلې به يې ، د تعزیت څرګندولو په ځاى ، د وژل شوي خپلوانو ته د هغه د (شهادت) په خاطر مباركي وركوله. د دې نوي  كلچر فشار دومره ډېر و چې كه به څوك غمجنې كورنۍ ته د غمرازۍ لپاره ورغلل ، د كورنۍ غړيو به توبيخ كړ او ورته وبه يې ويل چې دا خو د دوى لپاره د وياړ ځاى دى. په لنډ وخت كې هر چا د دې كلچر پيروي وكړه او بيا به چې هر وخت د يوۀ ځوان د وژلو خبر ښار يا كلي ته ورسېد ، نو خپلوانو او ملګرو به یې د وژل شوي ځوان كورنۍ ته مباركي وركوله او شيرينۍ به يې وېشلې .

په كومه كوڅه كې به چې د وژل شوي كورنۍ اوسېدله هغه كوڅه به د شهيد په نوم ونومول شوه. د دې كلچر ديني تفسير داسې دى چې شهيد هيڅ كله نه مري ، دى د تل لپاره ژوندى وي، نو له دې دنيا څخه د دۀ تګ د خپګان خبره نه ده.

  دا کلچر د وګړي غم مهم نه بولي بلکې  د وګړي وير د ټولنې وياړ ګڼي . يو شهيد د خپلې كورنۍ غړى نه دى بلكې د خپل ګوند مال دى او د شهادت په لمانځلو سره نور هڅول كیږي  چې د شهيد پيروي وكړي او د داسې وياړمن مرګ ارزومن شي.

  البته، د دې كلچر غمجنه برخه دا ده چې د كورنۍ غړيو ته  خو د خپل ځوانیمرګ غم د زغملو نه وي . د وژل شوي د کورنۍ غړي  له نورو پټ،  په پټه خوله او يوازې خپل ویر کوي، حال دا چې د طبيعي مرګ په وخت دغسې تشريفات او دودونه نشته. نه ريا پكې شته او نه تصنع .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب