جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهپه امریکا کې د کب مصنوعي غوښه جوړېږي

په امریکا کې د کب مصنوعي غوښه جوړېږي

په امریکا کې یو سټارټ اپ غواړي چې په ۲۰ ملیون ډالره پانګونې د کب له حجرو یا سیلونو څخه په استفادې په لابراتوار کې مصنوعي غوښه جوړه کړي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ایالت په سن دیاګو کې د ملیاردر (Jim Mellon) جیم میلن ستارټ اپ، چې بلونالو (BlueNalu) نومېږي، د دې هدف لپاره ۲۰ ملیون ډالره برابر کړي چې د کب د مصنوعي غوښې ازمېښتي تولید پیل کړي.

دا غوښه به هغه خاصیت ولري چې رښتیانۍ یې لري خو د رښتیانۍ غوښې متبادله به وي.

بلونالو کمپنۍ یا سټارټ اپ وايي چې د دوی له لوری د کب مصنوعي غوښه به په بازار کې د موجودو نمونو خلاف د واقعي کب د ماهیچو له حجرو جوړ وي.

د بلونالو د تحنیکپي چارو رييس کریس ډامن وايي، د دوی په سټاراپ کې تولیدونکې غوښه به یوه بې سارې بریا وي.

دی همداراز وايي، کله چې یې کمپنۍ جوړوله، له حجرو څخه د کب د غوښې د تولید په اړه ډېر لږ پرمختګ شوی و او په حقیقت کې تقریباً هیڅ جدي کار نه و شوی.

د دې سټاراپ اصلي محصول ژېړلکۍ امبرجک (yellowtail amberjack) کب دی چې د نورو سمندري محصولاتو خلاف په مختلفو طریقو پخېدای شي.

دا مصنوعي کب په اور یا بخار کې پخېدای شي او په غوړو کې هم سور کېدای شي.

د دې مصنوعي غوښې د جوړولو یو هدف دا دی چې کب یا نور څاروي ونه ځورول شي. لومړی کب بې هوښه کېږي او بیا یې له عضلو څخه حجرې اخیستل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب