پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپامپیو په افغانستان کې اوربند د سولې د هڅو لپاره مهم فرصت...

پامپیو په افغانستان کې اوربند د سولې د هڅو لپاره مهم فرصت وباله

تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اختر په درو ورځو کې په افغانستان کې د اوربند هرکلی وکړ او هغه یې په دغه جنګ ځپلې هیواد کې د سولې د هلوځلو د پرمختګ لپاره یو فوق العاده فرصت وباله.

وسله والو طالبانو د شنبې په ورځ ناوخته درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې ورپسې د افغانستان ولسمشر له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وغوښتل چې دوی هم اوربند رعایت کړي.

ولسمشر غني وویل چې ۲ زره طالب بندیان به هم خوشي کړي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت زر طالب بندیان مخکې لا خوشي کړي دي.

مایک پامپیو د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د جګړې د درېدا د هرکلي په ترڅ کې وویل «موږ د دې هدف لپاره ډېر کار وکړ.»

دا اوربند وروسته له دې اعلان شو چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل او قطر ته لاړ.

خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي«ما طالبانو ته وویل چې باید ټولې خواوې تاوتریخوالی کم کړي. بېګناه افغانان له ډېره وخت راهیسې د دې جنګ ډېر زیات تاوان پرې کوي.»

پامپو وویل «سوله د افغانانو اصلي او تر ټولو لویه غوښتنه ده. موږ هیله لرو چې اوربند به اعتماد رامنځته کړي.»

ده په تینګار وویل چې د ولسمشر غني حکومت ته پکار ده چې له طالبانو سره بندیان تبادله کړي او د سولې د وړاندیز شویو خبرو په لاره کې خنډونه لېرې کړي.

ټاکل شوې وه چې د مارچ په لسمه بینن الافغاني خبرې وشي خو تراوسه داسې کومه نښه نه لیدل کېږي چې په لنډ وخت کې به خبرې پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل«تمه لرم چې طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي او خوشي شوي بندیان پرېنږدي چې بیا د جنګ میدان ته لاړ شي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې واشنګټن له طالبانو سره د سولې د موافقې د تطبیق پر ژمنې ولاړ دی.

طالبانو په داسې حال کې په اختر کې اوربند اعلان کړ چې د افغانستان د حکومت په وینا د روژې د مبارکې میاشتې په لړ کې لږترلږه ۱۴۶ تنه ملکیان د دې ډلې په حملو کې وژل شوي دي.

خو طالبان وايي چې د ملکیانو ژوند ته پام کوي.

د اوربند تر اعلانېدو مخکې په افغانستان کې تاوتریخوالی اوج ته رسېدلی و.

1 COMMENT

  1. اوربند ښه فرصت دی خو هغه اوربند چه دومداره وی ، نه یوازی دری روځی اوربند . باید د مذاکراتو د پاره دوامداره اوربند ، تر څو چه د صلحی نهایی توافق ته مذاکرات نه وی رسیدلی اوربند دوام ولری . د صلحی مذاکرات خو د دوو یا دریو روځو کار نه دی . په هر ملک کی چه د متخاصمو طرفونو تر منځ صلحه راغلی ، شرط یی دا ؤ چه اوربند قایم شی حد اقل تر هغه وخته چه د مذاکراتو پروسه دوام ولری ، هغه وخت چه مذاکرات نهایی توافق ته رسیژی نو بیا اوربند دایمی شکل نیسی او په مملکت کی صلحه پایداره حالت پیدا کړی ، اودواړه طرفه د تضمین کونکو جوانبو په شمول مسؤلیت لری چه د توافق مواد یو یو تطبیق کړی او هغو ته پابند اوسی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب