“طالبان به هغو کړیو ته چې امریکا او متحدین یې ګواښ سره مخ کوي، ویزه، پاسپورت، د سفر جواز او یا بل ډول قانوني اسناد ورنکړي چې هغوي پرې وکولی شي افغانستان ته ننوځي”.
طالبان او امریکا وروسته له اتلس میاشتو وتوانیدل چې په خپل منځ کې توافق ته ورسیږي. دواړه (بیګانه) لوري پر دې توافق ته ورسیدل چې افغانستان ته به سوله راولي. یاد تړون په درې برخو کې پر دې موضوع بحث کوي چې امریکا به افغانستان په دې شرط پریږدي چې طالبان او یا هره بله کړۍ د افغانستان خاوره د امریکا او د امریکا د متحدینو په مقابل کې و نه کاروي او طالبان به د هرې بلې کړۍ چې امریکا او متحدینو ته یې ګواښ کوي، مخه ونیسي.
د امریکا او طالبانو د قرارداد د دوهمې برخې په دوهمه ماده کې راغلي چې:
“طالبان هر هغه چا ته چې د امریکا یا د هغه متحدینو امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي واضح پیام استوي چې په افغانستان کې ځای نلري او خپلو غړو ته دستور ورکوي چې له دغسې کړیو سره همکاري ونکړي”.
پورته ماده کې طالبان داسې بریښي لکه چې د افغانستان د خاورې ساتونکي او صاحبان وي. ځکه دلته د افغانستان جمهوري نظام هیڅ نه دی مطرح شوی. امریکا د قرارداد پر سر کې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پیژني او د دوي بل لوری طالبان دي خو دلته یې برعکس عمل کړی دی. د همدې برخې په درېيمه ماده کې پر یادې موضوع لا تاکید کوي.
“طالبان د هرې هغې کړۍ چې وغواړي د افغانستان څخه امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ وکړي، مخه نیسي او هغوی ته به د نیرو د جذب، د روزنې او تمویل اجازه ورنکړي او له هغوي څخه به کوربتوب ونکړي”.
پورته ماده کې طالبان امریکا او متحدینو ته یې ډاډ ورکوي چې دوی به د هرې بلې کړۍ مخه ونیسي چې د امریکا او متحدینو لپاره یې د افغانستان له لوري ګواښ وکړي. د امریکا هدف د افغانستان خاوره ده که طالبان او د طالبانو نورې شورشي ډلې دي. که د افغانستان خاوره وي، بیا نو د حقوقي له پلوه داسې مانا لري چې ګوندي طالبان د افغانستان دولت په واک کې لري او امریکا ته د هر ډول ګواښ ځواب ویونکي دي. د همدې برخې په پینځمه ماده کې طالبانو د امریکا له لوري سم مشروعیت اخیستي او وایي چې طالبان ښايي د ویزې، پاسپورت او نورو اسنادو توضیح کولو اجازه هم لري.
“طالبان به هغو کړیو ته چې امریکا او د امریکا متحدینو ته ګواښ کوي، ویزه، پاسپورت، د سفر جواز او یا هیڅ ډول قانوني اسناد ورنکړي چې هغوي پرې وکولی شي افغانستان ته ننوځي”.
د قانون او حقوقو له پلوه ویزه، پاسپورت او نور د سفر قانوني اسناد یوازې یو مشروع حکومت چې د خلکو له خوا ټاکل شوی وي، د خلکلو تر منځ مشروعیت ولري، او په نړیواله ټولنه کې وپیژدل شي یا د ملل متحد له خوا مشروعیت ومومي، کولی شي چې د سفر کولو اسناد د خپل سفارت له لوري دهیواد مسافرینو او مراجعینو ته ورکړي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې تړون کې جمهوریت او امارت کلمې ګنګې پاتې دي، د دې تړون په درېیمې برخې په دوهمه ماده کې ټاکل شوې ده چې:
“امریکا او طالبان غواړي له یوبل سره مثبت روابط ولري او هیله من دي چې د افغانستان د نوي اسلامي دولت چې د مذاکراتو څخه وروسته ښايي جوړ شي، د امریکا سره یې روابط مثبت پاتې شي”.
د افغانستان د نوي اسلامي دولت مانا څه ده؟ د افغانستان جمهوري دولت که د افغانستان إسلامي امارت. دا موضوع باید تفسیر شوې وای، که یې هدف دا وي چې راتلونکی معلوم نه دی، ګوندي امارت شي یا جمهوریت. خو دا هم کیدای شي چې امریکا د طالبانو حکومت ړنګ کړ او د طالبانو د غوښتنې پر اساس یې په قرارداد کې دا خلا پریښي وي. د همدې برخې په درېیمه ماده کې لیکي:
“امریکا هڅه کوي چې د افغانستان د بیا رغونې په برخه کې د افغانستان د نوي دولت سره اقتصادي مرسته وکړي او په کارونو کې یې مداخله ونکړي”.
په دې ماده کې بیا نوی دولت بې نومه راغلی دی او د مرستې کولو ژمنه پکې شوې ده. د طالبانو دولت د امریکا له لوري ړنګ شو، مرګژوبله یې ورته واړوله، مالي تاوان یې ورورساوه او أفغانستان یې پرې ټوټه ټوټه کړ اوس یې ورته د نوي دولت د رغیدو وروسته د اقتصادي مرستې وعده هم کړې ده.
زما په فکر، یا خو طالبان لیوني دي چې په دومره اسانه یې له امریکا سره په څلورو پاڼو تړون لیک بسنه وکړه او یا امریکا لیونۍ ده چې وروسته له دومره مصرف څخه طالبانو سره توافق ته ورسیدل. او یا خو نه طالبان (پرديپالي) پر أفغانستان مهربانه دي او نه امریکا چې د أفغانستان د سولې لپاره توافق وکړي. امریکا د نړۍ زبرځواک ځان بولي، دا څنګه امکان لري چې د یو زبر پیاز (طالب) سره دې توافق وکړي. بله اندیښنه داده چې ګوندي طالبانو امریکا پر شا کړې وي او یا هم امریکا طالبان د خپلو استازو په توګه أفغانستان کې ټاکلي وي او افغانان بیا د غم په ټغر کښینوي. له دې توفق لیک څخه دا مالومیږي چې په دالو کې څه تور شته.
د أفغانستان اوسني دولت ته په دې نازکه وخت کې څه کول پکار دي؟
په شپږمه پیړۍ کې د غوریانو او غزنویانو ترمنځ د شخړو نتیجه دا وه چې چنګیز پر افغانستان داسې څه وکړل چې تاریخ لا هیر کړي نه دي. په نهمه پیړۍ کې مغلیانو د افغانانو د بې اتفاقۍ په نتیجه کې پوره سل کاله اشغال وکړ او افغانستان یې له سختو شرایطو سره مخامخ کړی وو. په دولسمه پیړۍ کې میرویس نیکه د افغانستان ټول قومونه راټول او په قدرت کې یې شریک کړل چې د احمد شاه بابا د دورې تر پای یې ښه نتیجه ورکړه، خو کله چې احمد شاه بابا مړ شو، انګلیس په هند کې شاه شجاع سره لکه چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره تړون وکړ، توافق ته رسیدلي وه او افغانستان یې څه کم نیمه پیړۍ اشغال کړی وو. بیا روس ورته کارونه وکړل. اوس امریکا او طالبانو ورته لوبه روانه کړې ده. د افغانستان خلک او اوسنی حکومت باید له تیر تاریخ څخه پند واخلي. دا ښه خبر ده چې عبدالله ته حکومت کې ځای ورکړي او دوستم تش په نامه مارشال کړي، ښه دی که امارتي حکومت پر ځان ومنو؟
میوندـپوهیار
د لیکونکی فکری او تاریخی ضعف دا دی: چه مغلو غوریان غورزولی ول او په هغه وخت کی غزنویان نه وو. د مغلو په توګه امریکا تالبان وغورزول او کرزی یی راووړ. د کرزیانو او نورو علاقی په پاکستانی خاوری کی د امریکا په ګټه ټولو ته واضحه ده چه د شاه شجاع رول یی لوبولی دی. دا چه اوس تالبان دی هغه یا د دوست محمد خان او یا عبد الرحمن خان مثال لری چه له پردیو سره یی معامله کړی. دا چه هغه د افغانستان ازادی تمثیلوی او که غلامی، هغه د قطر د تړون له مخه ډیرو ته واضح خو یوازی لیکونکی یی له مشکل سره مخ کړی. دوی لا دا نه منی چه امریکا به خپل لاسپوڅی غورزوی. د اتلس کالو نه وروسته امریکا خپل لاسپوڅو ته وویل چه د اوس امریکا هغه د ۲۰۰۱ امریکا نه ده. د اوس امریکا د افغانستان استعمار نه په توبه ده او ځکه د هغه لپاره د ټغر د جوړښت لاسپوڅی غورزوی ځکه دوی نور دا ټغرونه خپله افغانانو ته پریښی دی.
ښه دا ده چه د زاړه فکرونه پریږدو او د اوس شرایطو لپاره د افغانستان د ژغورنی او ښه زورور حکومت لپاره لاره ولټوو. هغه په دی کی نه ده چه نیم پټی خوړل سوی وی او مونږ لا په دی بحث کوو چه دا مږه او که میږه.
د طالبانو او آمریکا توافق قرار داد خو ځکه د افغانستان د ملت په وړاندی مشکوک دی چه دغه قرارداد یوازی د طالبانو سره چه دجگړی یو اړخ دی د بندو دروازو شاته طی شوی او امضا شوی . ددی قرارداد په پروسه کی د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت چه د افغانستان د ملی حاکمیت مشروع طرف دی ، او د جنګ دوهم طرف دی نه دی پو ښتل شوی او نه هم ورسره ددغه توافق په هکله ورسره مشوره شوی ، بڼآ دا یو جانبه قرارداددی او د حقوق لحاظه او هم د افغانستا د اساسی قانون او روابط بن الملل د موازینو دلحاظه د افغانستان دولت ته مشروعیت نلری . بالکل درسته ده چه عجیبه مشکوک او تور ټکی لری ، لکه چه پورته ورته محترم لیکونکی اشاره کړی . افغانستان دا حق لری چه دغه نا څرګنده نکات او جزئیات د خبلو ملی منافعو او اساسی قانون په بنیاد تر څیړنی او جدی پاملرنی لاندی ولری . او هیڅ وخت خپلی ملی او د اساسی قانون سری کرښی تر پښو لاندی نکړی ، او دا حق دولت هم نلری چه دا کار وکړی . دافغانستان ددولت دلچسپی په دی کی ده چه اول اوربند قایم شی ، دوهم مستقیم دیالوګ د طالب مشرتابه او ددولت تر منځ شروع شی ، بیا به د دغه مذاکراتو په بهیر کی د افغانستان دولت غواړی معلومه کړی چه طالب په افغانستان کی څه غواړی ، د افغانستان ددولت نه څه غوښتنی لری او د افغانستان دولت د طالب او دهغه د منطقوی حامی نه څه غوښتنی او تعهدات غواړی . البته دا غوښتنی به د موجوده واقعیتونو او شواهدو په بنا ، او هم د ملی سترو منافعو او مصالحو په بنیاد به مخته ځی .
یفتلی سیب او نور دی زما لیکنه د قطر تړون په هکله ووایی چه په افغان جرمن انلاین کی خپره شوی.