Homeخبرونهد ازبکستان د برېښنا قطع شوی مزی بېرته ونښلول شو

د ازبکستان د برېښنا قطع شوی مزی بېرته ونښلول شو

تاند (یکشنبه د لړم ـ عقرب ۴مه) د طالبانو د برېښنا شرکت وایي، له اوزبکستانه د وارداتي برېښنا قطعه شوی مزی بېرته ونښلول شو.

برېښنا شرکت وایي، چې دغه مزی کابو لس ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو پوله کې د امو سیند د پاسه پرې شوی و.

د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې چې په دې سره د کابل په ګډون د ۱۱ ولایتونو د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شي.

افغانستان د اړتیا وړ ډېره برخه برېښنا له نورو واردوي نو له همدې امله یې ښارونه وخت تاوخته د برېښنا د نشتون له امله تیاره وي.

عام افغانان بیا له حاکمو نظامونو ګیله لري او وایي چې، د افغانستان په پرېمانه اوبو کې دوی له خپلې برېښنا برخمن نشول.

عام خلک تمه لري چې طالبان به دا ستونزه حل او ژر به پر کونړ سیند د برېښنا بند چارې پیل کړي، هغه غوښتنه چې ویل کېږي په دې وروستیو کې د پوره کېدو هیلې زیاتې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...