پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ایران د کورنیو چارو وزارت: ۲۸۰ زره افغان زده‌کوونکي بېرته خپل...

د ایران د کورنیو چارو وزارت: ۲۸۰ زره افغان زده‌کوونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي

تاند (یکشنبه، د لړم/ عقرب ۴مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ۲۸۰ زره افغان زده‌کوونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي او د روان تعلیمي کال لپاره «تر اوسه د بهرنیو اتباعو ۳۲۰ زره زده‌کوونکو په ښوونځیو کې نوم‌لیکنه کړې ده».

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د چارو مشر، نادر یاراحمدي، وویل چې د افغان مهاجرینو د ایستلو د طرحې د اجرا کېدو له امله، د افغان زده‌کوونکو شمېر چې تېر کال ۷۰۰ زره وو، سږکال کم شوی دی.

هغه څرګنده کړه: «د اتباعو ښوونځي باید افغان زده‌کوونکو ته داسې زده‌کړه ورکړي چې خپل هېواد وپېژني او د زده‌کړې له ترلاسه کولو وروسته د خپل وطن د خدمت لپاره بېرته ستانه شي.»

ایران په وروستیو میاشتو کې د «غیرمجاز» افغانانو د ایستلو بهیر چټک کړی، او په ځانګړي ډول د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځني جګړې له پیل وروسته، سلګونه زره افغانان چې په ایران کې مېشت وو، بېرته لېږل شوي دي.

د ایران له لوري پر افغانانو دا فشارونه په پیل کې په دې پلمه و چې ګواکې ځینې افغان اتباع د اسراییل له استخباراتي او امنیتي ادارو سره همکاري کوي. ایران د اسراییل د سختو ګوزارونو له زغملو وروسته ادعا وکړه چې ځینې افغان کډوال یې له اسراییل سره د همکارۍ په تور نیولي، دې ډول راپورونو په ایران کې د افغانانو خلاف د عام ولس احساسات وپارول خو وروسته ایراني چارواکو وویل چې په دې اړه خپاره شوي راپورونه ناسم وو..

د ایران د کورنیو چارو وزیر د اسد په پای کې ویلي و چې تر اوسه پورې یو میلیون او ۲۰۰ زره افغان مهاجر او اتباع له ایران څخه ایستل شوي، او د روان کال لپاره په ایران کې له مېشتو ۶ میلیونو افغانانو څخه د شاوخوا ۲ میلیون تنو د بېرته ستنېدو پلان په اجنډا کې لري..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...