Homeخبرونهپاکستان د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پرمخ وتړله

پاکستان د تورخم دروازه د هر راز تګ راتګ پرمخ وتړله

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه) ‏‏ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون وايي، پاکستاني لوري نن (یکشنه، د تلې ۲۰مه) د تورخم دروازه د مسافرو، ټرانزیټ او کډوالو پرمخ تړلې ده.

قریشي زیاتوي، پاکستاني لوري د تورخم دروازه د طالبانو د حکومت له لوري پر پاکستاني پوځیانو د غچ اخېستنې عملیاتو په غبرګون کې تړلې ده.

دا دروازه داسې مهال تړل کېږي چې تېره شپه د طالبانو حکومت پر پاکستاني لوري په ۷ ولایتونو کې غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل او د طالبانو په وینا پاکستاني لوري ته یې درنه مرګ ژوبله او زیان اړولی دی.

پاکستان هم دغه بریدونه تائید کړي دي.

د مالوماتو له مخې دا مهال د تورخم دروازې دواړو لوریو ته سلګونه مسافر، لسګونه بار وړونکي موټر او ناروغان ایسار پاتې دي او له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

تورخم دروازه وخت ناوخته د پاکستان له لوري په یوه او بله بهانه د هر راز تګ راتګ پر مخ تړل کېږي او د نظر خاوندانو په باور دوی له دې دروازې د فشار په توګه ګټه اخلي.

بل لورته تازه د افغان سولې په برخه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې د طالبانو وروستي بریدونه غچ اخېستونکي یاد کړي.

هغه په خپله ایکس پآڼه لیکلي چې دا بریدونه پر کابل او پکتیکا د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

خلیلزاد ویلي، پر پاکستاني ځواکونو د طالبانو دا پراخ ځمکني بریدونه ظاهراً د غچ اخیستنې او د پاکستان د نورو احتمالي بریدونو د مخنیوي په موخه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...