جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهطالب مسوولان: ننګرهار او کونړ کې مو ۱۵ پاکستاني پوځيان وژلي

طالب مسوولان: ننګرهار او کونړ کې مو ۱۵ پاکستاني پوځيان وژلي

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه) ‏‏ختیځ کې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویلي، ننګرهار او کونړ کې یې ټول ۱۵ پاکستاني پوځيان وژلي دي.

یادې قول اردو زیاته کړې چې دغه راز د تېرې شپې په بریدونو کې د پاکستاني لوري ۱۱ پوستې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

د طالبانو د حکومت خالد بن ولید قول اردو ویلي، ځواکونو یې د وژل شویو ۱۵ پاکستاني ملېشو جسدونه هم له ځان سره راوړي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې چې د طالبانو اړوند حریت راډیو خپره کړې په کې لیکل شوي چې، هلمند ولایت کې هم ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني ملېشو پر پوستو بریدونو کې ۱۵ تنه وژل شوي دي.

هلمند کې د طالبانو ولایت مقام ویلي، افغان لوري ګڼ شمیر وسلې هم له پاکستاني لوري ترلاسه کړې دي.

دغه بریدونه تېره شپه د پاکستان د وروستيو بریدونو د غچ اخیستو په پار ترسره شول او د تېرې شپې ۱۲ بجې یې پای وموند.

تازه بل لورته بیا ‏ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون وايي، پاکستاني لوري نن (یکشنه، د تلې ۲۰مه) د تورخم دروازه د مسافرو، ټرانزیټ او کډوالو پرمخ تړلې ده.

قریشي زیاتوي، پاکستاني لوري د تورخم دروازه د طالبانو د حکومت له لوري پر پاکستاني پوځیانو د غچ اخېستنې عملیاتو په غبرګون کې تړلې ده.

د مالوماتو له مخې دا مهال د تورخم دروازې دواړو لوریو ته سلګونه مسافر، لسګونه بار وړونکي موټر او ناروغان ایسار پاتې دي او له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب