تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه) مصري رسنیو ویلي، چې د دې هېواد په «شرمالشیخ» کې د ترافیکي پېښې له امله د قطر څلور ډيپلوماتان مړه شوي دي.
په راپورونو کې مړه شوي ډيپلوماتان د قطر له لومړي وزیر سره د مل پلاوي غړي ښودل شوي دي.
سرچینو لیکلي چې په پېښه کې یو شمېر کسان ژوبل شوي هم دي چې د ځینو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه دا نه ده روښانه چې په مصر کې دا ډیپلوماتان چېرته روان وو او هلته یې د کوم ماموریت په موخه فعالیت کاوه.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په وروستیو کې په شرمالشیخ کې د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړو هېوادونو ځینې ناستې هم شوي، چې تر ډېره یې مثبتې پایلې لرلې دي.
تر دې دمه په مصر کې د دغو مړو شوو ډيپلوماتانو د بشپړ هویت په اړه څه نه دي ویل شوي دي.