تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه) د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف خبرداری ورکړی چې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې خرابېږي او دا وضعیت کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی لا ډېر کړي.
خواجه اصف له پاکستانۍ خبري شبکې «جیو نیوز» سره په مرکه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې هېڅکله د اوس په څېر نه وې، او زیاتوي چې دې هېواد ته له افغانستانه ترورېزم صادرېږي.
آصف ټینګار وکړ چې اسلام اباد د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړي او د طالبانو له حکومت یې غوښتي چې له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې د ترورېزم پر ضد مبارزه کې همکاري وکړي.
د پاکستان دفاع وزیر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د پاکستان او طالبانو اړیکې په دغه هېواد کې د ترورېستي بریدونو له زیاتېدو او د طالبانو له لوري د دغو ډلو پر ضد د پرېکنده ګام د نشتوالي له امله ترینګلې دي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، پر ډېورنډ کرښه ترورېستي پېښې، په ځانګړي ډول په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ډېرې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي، چې د پاکستاني طالبانو د تحریک په څېر ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستاني ځواکونو پر ضد بریدونه کوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په ځلونو رد کړې دي.
د پاکستان د دفاع وزیر همدارنګه د هند د چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې هند د نوو خطرونو را منځته کولو په لټه کې دی.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان به د هر ډول اقدام په صورت کې تر پخوا سخت ځواب ورکړي.
خواجه آصف داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تېره شپه د طالبانو حکومت په اوو ولایتونو کې پر پاکستان غچ اخیستونکي بریدونه وکړل او د دوی په وینا درنه مرګ ژوبله یې پاکستاني لوري ته اړولې ده.