تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې، پر پاکستاني لوري د تېرې شپې غچ اخیستونکو بریدونو کې یې ۵۸ پاکستاني پوځيان وژلي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې ۳۰ نور پاکستاني پوځیان ټپيان شوي هم دي او دغه راز تر ۲۵ امنیتي پوستې افغان لوري نیولي دي.
مجاهد زیاته کړه چې، پاکستان دې د داعش مهم غړي چې هلته پټ دې له خپلې خاورې وباسي او یا دې دوی ته وسپاري.
هغه وایي داعش ډله د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.
مجاهد په دغه کنفرانس کې دخبرو پرمهال وویل: «خپله خاوره له فتنه ګرو خلاصه کړه او بیا ورته پښتونخوا کې نوي مرکزونه جوړ شول.په دغو مرکزونو ته د روزنې لپاره نوي کسان د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ډګرونو راوستل شول.»
ذبیح الله مجاهد وایي په تهران او مسکو کې بریدونه له همدې مرکزونو پلان شوي و او په خبره یې په افغانستان کې هم بریدونه له همدې مرکزونو طرح کیږي او په دې اړه ثبتونه هم شته.
مجاهد ګواښ وکړ که پاکستان بیا ځلې د برید هڅه وکړي نو تر دې به سخت ځواب ترلاسه کړي.
مجاهد صیب: آیا پوهیږې چی ستاسو صفت کی څومره د آی اس آی کسان همدا اوس لګیا دی کار کوی، ستاسو په وزارت خانو کی، بیا بالخصوص ستاسو په مدارسو کی؟ خپل صفونه صفا او پاک کړی بیا د خلکو زړونه په لاس راوړی چی ستاسو سره همکار ووسې ـ
بهتره خو داده چی خپل سفیر بیرته راوغواړی او د پاکستان سفیر له کابل څخه وشړی ـ
ماشآءالله!ایله په ایله چې پس له مرحوم ارواښاد ډ.نجیب الله له ځوابونو ، ۳۵ کاله بعد یو افغاني غیرتی غبرګون د پنجابستانی او ګوډاګی فوج او هوایی یرغل پړ ضد ولیدل شو.براوو،آفرین!!پر افغان مسلح قواوو
چاچې دروازه په نوک ووهله ، ته یی په سوک خوله ورماته کړه!
بل ځلې سپینبولدک او طورخم!! (تورخم)هم ورته دړي وړي کړۍ آآن تر انډیا سرحده لیار د افغان ترانزیت پر مخ خلاصه کړۍ!.ایکاش لراو بر پښتون افغانان سره یو موټی شي او دا کنسری استان دانه له بیخه وکاږي