جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ازادو زونونو د سازمان ۱۱م کانګرس کې د اقتصادي همکاریو د...

د ازادو زونونو د سازمان ۱۱م کانګرس کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا ناستې وشوې

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه) ‏د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې نورالدین عزیزي د اقتصادي همکاریو د پراختیا او د پانګونې د جلب لپاره د څو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له لوړپوړو چارواکو سره کتلي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کتنه د نړیوالو ازادو زونونو د سازمان د ۱۱م کانګرس په څنډه کې شوې او پر بېلابېلو اقتصادي مسایلو خبرې اترې شوې دي.

خبرپآڼه کاږي چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د چين د کمونېست ګوند له استازي «د ګانا» د ازاد زون ادارې له مشر «د يوګاندا» د سوداګرۍ له وزير، د ايران د ولسمشر له مرستیال او د آزادو زونونو له ریيس، د نړۍوالو ازادو زونونو سازمان له اجرایيوي ریيس او د عمان له چارواکو سره کتلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت همداراز ویلي چې په دې کتنه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او هېواد ته د پانګونې د جلب لپاره خبرې اترې شوې دي.

یاد وزارت همداراز په یوه بله خبرتیا کې ویلي چې عزیزي چین ته د خپل سفر پرمهال په «هاینان» ښار کې له مهمو اقتصادي، صنعتي او لوژستیکي تاسیساتو څخه لیدنه هم کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب