جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمجاهد: د پاکستان پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ د بې‌ثباتۍ هڅه کوي

مجاهد: د پاکستان پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ د بې‌ثباتۍ هڅه کوي

تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال وویل چې، د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړې مخربه کړۍ په نړیوال سټیج کې د افغانستان او طالبانو پر وړاندې تبلیغات کوي.

نوموړي وویل،  د افغانستان په اړه د پاکستان پوځ د خپلو ناسمو سياستونو له لارې د پاکستان ولس ته د افغانستان په اړه د ناوړه ذهنيت ور کولو کوښښونه کوي.

د هغه په وینا، پاکستان په هر نړیوال سټيج د افغانستان په اړه کاذب تشويشونه راپورونه وړاندې کوي.

مجاهد زیاته کړه: ” د ‌پاکستان په پوځ کې خاصه کړۍ ده چې پاکستاني ولس يې هم يرغمل کړی، غواړي چې ګاونډيان هم بې ثباته کړي او غواړي چې په دې سره خپل متحدين هم خوښ وساتي، خو وخت راغلی دی چې د پاکستان له دسيسو څخه پرده پورته شي او نړۍوالو ته وښودل شوي.”

نوموړي څرګنده کړه، دا چې افغانستان په دې زماني مقطع کې اقتصادي او سياسي پرمختګونه تجربه کوي، د همدې له امله پاکستان هڅه کوي چې شخړې را منځته او د افغانستان او پاکستان د شریفو ملتونو ترمنځ د نفرتونو د زیاتولو او د فاصلې د ایجاد هڅه وکړي.

https://taand.net/?p=259992

نوموړي دا هم وویل، چې د ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو د طالبانو په بریدونو کې ۵۸ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

نوموړي څرګنده کړه چې د دې نښتې پر مهال د طالبانو نهه سرتېرو ژوند بایللی او ۱۸ تنه ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ویاند په وینا، افغان ځواکونو د کرښې په اوږدو کې د پاکستاني لوري شاوخوا ۲۵  پوستې تصرف کړي او امکانات یې د دوی لاسته لوېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب