تاند (یکشنبه د تلې ـ میزان ۲۰مه)د تورخم دروازې له تړل کېدو وروسته پاکستاني لوري په کندهار کې سپین بولدک او د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې د خرلاڅي دروازې تېره شپه ډیورنډ فرضي کرښه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له جګړې وروسته تړلې دي.
د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې يوې رسمي سرچینې نن (يکشنبه، میزان ۲۰) رسنیو ته ویلي چې، له پاکستان سره د خرلاڅيو دروازه د پاکستاني لوري لخوا تړل شوې.
د سرچينې په خبره، دروازه د تېرې شپې له جګړې وروسته وتړل شوه.
پکتيا کې د سوداګرو د اتحاديې مسولان هم وايي چې خرلاڅي دروازه له تېرې شپې راهیسې د تګ راتګ پرمخ تړل شوې.
د سوداګرو اتحاديې د مسوولانو په خبره، ډيری باروړونکي موټر له دروازې بيرته راګرځيدلي دي.
تر دې وړاندې د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې.
دغه راز له کندهارهم سرچینو منلې چې د سپين بولدک لار د پاکستاني لوري له خوا تړل شوې ده.
تورخم، سپين بولدک او خرلاڅي دروازې په داسې حال کې د پاکستان له لوري تړل کیږي چې تېره شپه طالب ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې په پاکستاني پوستو بریدونه وشول.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغو بریدونو کې ۵۸ پاکستاني نظامیان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي او د دوی ۲۵ پوستې هم د دوی لاسته لوېدلي او په زیات شمېر وسلې هم طالبانو ترې نیولې دي.