تاند(شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) د امریکا د متحدو ایالتونو یو پلاوی چې مشري یې د ولسمشر ځانګړي استازي د بندیانو د چارو لپاره اډم بوهلر کوي، د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ولیدل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر هدف د دواړو هېوادونو د بندیانو د برخلیک او د پراخو دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وې.
په دې پلاوي کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، هم شامل و. نوموړی له ۲۰۲۱ کال وروسته، چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، په غیررسمي اړیکو کې ښکاره رول ساتلی دی.
طالبانو ویلي چې خبرې د هغو وګړو پر سر متمرکزې وې چې په افغانستان او امریکا کې بنديان دي، او دغه بهیر یې د “دوه اړخیزو اړیکو د عادي کولو لپاره یو فرصت” بللی دی. متقي د دوحې پخوانیو خبرو ته په اشارې ویلي چې اوسنی وخت “د دواړو هېوادونو د اړیکو د پېچلو ستونزو د حل مناسب فرصت” دی.
د طالبانو د وزارت په وینا، بوهلر ټینګار کړی چې د کابل په پخوانیو غونډو باید کار وشي او هڅه وشي څو “عیني پایلې” ترلاسه شي. هغه طالبانو ته ویلي چې واشنګټن “د ملتونو د انتخاب د ازادۍ درناوی کوي او نه غواړي پر افغانانو کومې پرېکړې وتپي.”
طالبانو زیاته کړې چې په خبرو کې د اقتصادي همکاریو او پانګونې موضوع هم شامله وه، او دواړو لورو سلا وکړه چې خبرې به روانې ساتي.
دا په کابل کې د طالبانو له بیا واکمنېدو (اګست ۲۰۲۱) وروسته د امریکایي پلاوي دوهمه لیدنه وه. پنځه میاشتې وړاندې زلمی خلیلزاد د امریکایي چارواکو په ملتیا کابل ته تللی و څو د بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې وکړي. له هغه وروسته واشنګټن تایید کړه چې طالبانو یو امریکایي انجنیر جورج ګلازمان خوشې کړی. ګلازمان د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی و، او دی په روان کال کې درېیم امریکایي وګړی و چې خوشې شو.
ځینې امریکایي چارواکي باور لري چې د افغانستان د هوايي چلن پخوانی رئیس محمود شاه حبیبي، لا هم د طالبانو په قید کې دی، خو د طالبانو مشرتابه په وار وار د هغه د بندي کېدو خبره رد کړې ده.
ویل کېږي چې نوموړی په شېرپور کې د القاعده د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته په دې تور ونیول شو چې د ظواهري د ځای په موندلو کې یې له امریکایانو سره مرسته کړې وه.
د پاکستان پخوانی سفیر ادعا کوي د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د سي آی اې مشر کابل ته تللی و