Homeخبرونهطالبانو د امریکا له استازو سره د اړیکو پر عادي کولو خبرې...

طالبانو د امریکا له استازو سره د اړیکو پر عادي کولو خبرې کړي

تاند(شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو ویلي چې د شنبې په ورځ یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له استازو سره د افغانستان او متحدو ایالتونو د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې کړي دي.

د سپینې ماڼۍ له لوري په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره شوې او نه یې هم د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب ورکړی. د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ټرمپ د ادارې د بندي امریکایانو د چارو له ځانګړي استازي ادم بوهلر او د امریکا له بل استازي زلمی خلیلزاد سره لیدلي دي.

طالبانو د دې کتنې تصویرونه هم خپاره کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي:

«د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا، د اتباعو اړوند مسایلو او د افغانستان د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.»

خبرپاڼه زیاتوي چې د امریکا پلاوي د تېرې میاشتې په پای کې د افغانستان د ختیځ د ویجاړوونکي زلزلې په تړاو د خواخوږۍ مراتب هم وړاندې کړي دي.

دا کتنه وروسته له هغې شوې چې طالبانو د امریکا یو تبعه جورج ګلیزمان خوشې کړ، چې افغانستان ته د سفر پر مهال نیول شوی و. هغه د ټرمپ د ولسمشرۍ له پیله درېیم امریکایي و چې طالبانو خوشې کړی.

دا لیدنه همداراز وروسته له هغې شوې چې طالبانو د ټرمپ پر نوې سفري بندیز توندې نیوکې وکړې، هغه بندیز چې امریکا ته د افغانانو د تګ مخنیوی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...