جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد پاکستان صدراعظم او لوی درستیز یو وار بیا د خپلې ناامنۍ...

د پاکستان صدراعظم او لوی درستیز یو وار بیا د خپلې ناامنۍ پړه په افغانستان او هند واچوله

تاند(شنبه، د وږي/ سنبلې ۲۲ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف او لوی درستیز سید عاصم منیر د شنبې په ورځ بنو ته ولاړل، هلته یې د روانې ناامنۍ په اړه غونډه وکړه او د هغو عسکرو د جنازې په مراسمو کې یې ګډون وکړ چې په جنوبي وزیرستان کې تازه وژل شوي دي.

دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې دوی به د «ترهګرۍ» پر وړاندې پوره او بې‌امتیازه اقدام کوي.

د وسله والو مخالفانو په اړه غونډه

پاکستاني رسنیو نن د امنیتي سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې صدراعظم او لوی درستیز ته د پېښور د قول اردو قوماندان مفصل معلومات ورکړل او د بنو امنیتي وضعیت یې ورسره شریک کړ. شهباز شریف ټینګار وکړ چې د وسله والو مخالفانو پر وړاندې پوره ځواب به دوام ولري او په دې اړه باید هیڅ ډول ابهام نه وي. دواړو مشرانو په جنوبي وزیرستان کې د وژل شویو پوځیانو د جنازې لمونځونه وکړل او د بنو په پوځي مرکز کې یې ټپیان هم وکتل، هغوی ته یې د ولس د بشپړ ملاتړ او د قربانیو د درناوي ډاډ ورکړ.

پر افغانستان ترهګرو د پناه ورکولو تور

شهباز شریف په کلکه پر افغانستان نیوکه وکړه او ویې ویل چې په پاکستان کې د فعالیت کوونکو ترهګرو مشران او ملاتړي د «سرحد» هاخوا مېشت دي. هغه وویل افغان اتباع په وروستیو بریدونو کې ښکېل دي.
هغه زیاته کړه: “له پاکستان څخه د افغانانو د ژر ایستلو بهیر ډېر مهم دی.” شهباز شریف ټینګار وکړ چې کابل ته ویل شوي باید د بهرنیو عناصرو ملاتړ او له پاکستان سره د مثبتو اړیکو جوړولو تر منځ یو انتخاب کړي.
هغه وویل: “پاکستاني ولس د ترهګرۍ پر موضوع سیاست او غلطې کیسې بشپړې ردوي.”

پر هند د ترهګرۍ د ملاتړ تور

د پاکستان صدراعظم پر هند هم تور ولګاوه چې په پاکستان کې د ترهګرو شبکو ملاتړ کوي. هغه وویل چې د وروستیو بریدونو تر شا د هند د نیابتي ځواکونو لاس دی او څرګنده یې کړه چې داسې کړنې به له سخت ځواب سره مخامخ شي.
شهباز شریف خبرداری ورکړ: “هر څوک چې د دغو بهرنیو او هندي ترهګرو نیابتي ځواکونو ته اسانتیا برابروي یا د هغوی د درک کولو خبره کوي، د هغوی وسیله ده. د هندي نیابتي ځواکونو ملاتړي به هم په هغه ژبه ځواب شي چې دوی یې مستحق دي.”

د وسله والو پر وړاندې یووالی

شهباز شریف د پاکستاني ولس په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا خلکو د زغم ستاینه وکړه، چې د ده په وینا لا هم د دولت او وسله‌والو ځواکونو تر څنګ ولاړ دي. هغه د نن ورځې یووالی د “بنیا ن مرصوص” په نوم د هند پر وړاندې له عملیاتو سره پرتله کړ.

ده وویل: “زموږ وسله‌وال ځواکونه به هغه ترهګر له منځه یوسي چې د پاکستان سوله ګواښي.”

شهباز شریف ژمنه وکړه چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواب د پیاوړتیا لپاره به سمدستي اداري او حقوقي ګامونه پورته کړي.

وروستي عملیات

د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) تر دې وړاندې خبر ورکړی و چې د سپتمبر له ۱۰مې تر ۱۳مې پورې د پاکستان امنیتي ځواکونو په خیبر پښتونخوا کې پراخ عملیات کړي چې په ترڅ کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ۳۵ غړي له منځه وړل شوي دي.

د پوځ د دې تبلیغاتي ادارې په وینا، ۱۲ عسکرو د هېواد د دفاع پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پوځ همداراز وايي، لومړي عملیات په باجوړ کې د استخباراتي راپورونو پر بنسټ ترسره شول. د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ له سختې نښتې وروسته، ۲۲ تنه وسله وال مخالفان ووژل شول.

په یوه جلا نښته کې په جنوبي وزیرستان کې ۱۳ نور وسله وال مخالفان ووژل شول. دا کسان په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو سره تړلي وو.

په دغو عملیاتو کې د پاکستان د پوځ ۱۲ سرتېري ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب