پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپرون دوشنبه نېږدې ۲۵۰۰ کډوال له پاکستانه راستانه کړای شوي

پرون دوشنبه نېږدې ۲۵۰۰ کډوال له پاکستانه راستانه کړای شوي

تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه) د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې؛ پرون دوشنبه (د وږي ۱۷مه) ۲زره ۴۹۲ افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په راستنو شوو کې ځینې یې په خپله خوښه او یوشمېر نور په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو اداره وايي، په ورځني ډول د افغانانو د ستنولو لړۍ روانه ده.

په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډویو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستانه د افغانان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.

پاکستان د افغانانو د جبري شړلو تازه بله لړۍ هم پیل کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له ۲ مېلیونو ډېر کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

دا کډوال داسې مهال راستنېږي چې، دلته راستانه شوي کډوال هم له ستونزو سره مخ دي او د مرستو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...