تاند (سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه) په کونړ کې د زلزلهځپلو لپاره د بېړنیو طبي خدماتو د وړاندېکولو لنډمهالی روغتون پرانیستل شوی.
دا روغتون د قطر هېواد د نړیوال لټون او ژغورنې ډلې له لوري جوړ شوی دی. قطري رسنیو ویلي چې، په دې روغتون کې به د وروستۍ زلزلې له امله د ټپیانو درملنه کېږي.
د راپورونو له مخې د قطر دې مرستندویه ادارې د کونړ ولایت زلزلهځپلو لپاره خېمې هم درولي او د سرپنا ستونزه یې هم ور حل کړې ده.
دا روغتون داسې مهال پرانیستل کېږي، چې تېره اوونۍ زورورې زلزلې یوازې په کونړ کې تر ۲۲۰۰ تنه زیات مړه او تر ۳۵۰۰ زیات ټپيان کړل.
بل لورته نړیوالو مرستندویه بنسټونو ویلي چې له کونړ سره باید لا ډېرې مرستې وشي او د ژمي تر رارسېدو مخکې دې د دوی د سرپنا ستونزې حل شي.
زلزله ځپلي هم غوښتنه کوي، چې دوی ته دې کورونه ورغول شي او تر ژمي وړاندې دې دوی ته د ژوند د لازمو اسانتیاوو برابرولو غمه وشي.