جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد امریکا سترې محکمې د ټرمپ د کډوالۍ ضد پرېکړې ملاتړ او...

د امریکا سترې محکمې د ټرمپ د کډوالۍ ضد پرېکړې ملاتړ او د عملیاتو اجازه ورکړه

تاند(سه شنبه د وږي ـ سنبلې ۱۸مه) د امریکا سترې محکمې د ولسمشر ټرمپ د حکومت هغه پرېکړه تایید کړه چې له مخې یې د کالیفورنیا په سویلي برخو کې د کډوالو د نیولو پراخ عملیات ترسره کېږي.

د محکمې محافظه کارو غړو ویلي، امنیتي ځواکونه کولای شي یوازې د خلکو د رنګ، ژبې یا لهجې پر بنسټ هم له هغوی پوښتنې وکړي او ویې نیسي.

د کالیفورنیا والي، ګېوېن نیوسم دغه اقدام د “نسلي وېرې د لړۍ” پیل بللی او د سترې محکمې درې لیبراله قاضیانو په مخالفت کې ویلي چې د امریکا اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

د لاتیني امریکايانو په ګډون د افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو زرګونه کډوال چې کالیفورنیا کې ژوند کوي، اوس په ځانګړي ډول دې پرېکړې له زیات خطر سره مخ کړي دي.

دغې پرېکړې د ډیموکراټانو او د مدني حقونو ډلو سخت غبرګونونه راپارولي.

د کډوالۍ وکیلان هم وايي، افغان کډوال چې ډېری یې یا د وتلو په پروسه کې دي او یا د سیاسي پناه غوښتونکي دي، ښايي د “ظاهري بڼې او لهجې” له امله ودرول شي، حتی که قانوني هم دي.

د امریکا د کډوالو د ملاتړ ډلې ټینګار کوي چې دغه ډول نیونې د ټولنو پر ژوند بد اغېز کوي، د وېرې فضا خپروي او د هغو افغانانو ورځنی ژوند ګډوډوي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د امریکا په لویو ښارونو کې پناه اخیستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب