Homeخبرونهپه اروپايي اتحادیې کې د پناه لپاره غوښتنې ۲۳ سلنه کمې شوي

په اروپايي اتحادیې کې د پناه لپاره غوښتنې ۲۳ سلنه کمې شوي

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۹ مه) د روان ۲۰۲۵ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتنلیکونو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

د «اروپایي ټولنې د پناه غوښتونکو ادارې» وروستی راپور، چې د وږي په ۱۷مه (سېپټمبر ۸مه) خپور شوی، ښيي چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د پناه غوښتنو شمېر د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۳ سلنه لږ شوی دی.

د شمېرو له مخې، په ۲۷ غړیو هېوادونو او همداراز سویس او ناروې کې ټولټال ۳۹۹ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي دي. دا شمېر د ۲۰۲۴ کال پرتله شاوخوا ۱۱۴ زره کموالی ښيي.

د کمښت اصلي لامل

د راپور پر بنسټ، د سوري اتباعو له لوري د پناه غوښتنو په شمېر کې د پام وړ کموالی د دې کمښت یو مهم لامل بلل شوی.

وروسته له هغه چې د بشار اسد واکمني د تېر کال په ډسمبر کې پای ته ورسېده، د سوري پناه غوښتونکو شمېر له نژدې ۷۵ زره څخه ۲۵ زره ته راټیټ شوی، چې دا ۶۶ سلنه کموالی دی. اروپایي چارواکي وایي د دمشق سیاسي بدلونونه او د نوي حکومت د هېواد د بیا رغونې ژمنې ډېر کډوال دې ته هیله‌من کړي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د همدې بدلون له کبله، سوریان چې په تېرو کلونو کې په لومړي ځای کې وو، اوس په درېیم مقام کې دي.

  • لومړی: ونزویلايي وګړي دي چې ۴۹ زره غوښتنلیکونو یې کړي (ډېر یې په هسپانیا کې).
  • دوهم: افغانان ۴۲ زره غوښتنلیکونه.
  • درېیم: سوریایان ۲۵ زره غوښتنلیکونه.

د پناه غوښتونکو اصلي منزولونه (مقصدونه)

په لومړي ځل په څو کلونو کې، جرمني د پناه غوښتونکو د منلو مخکښ مقام له لاسه ورکړې. اوس:

  • فرانسه په ۷۸ زره غوښتنلیکونو سره په لومړي ځای کې.
  • هسپانیا په ۷۷ زره غوښتنلیکونو سره په دوهم ځای کې.
  • جرمني په ۷۰ زره او ایټالیا په ۶۴ زره غوښتنلیکونو سره په درېیم او څلورم ځای کې دي.

تر ټولو ډېر کموالی په جرمني کې لیدل شوی، چې د تېر کال پرتله ۴۳ سلنه کمښت ښيي.

سیاسي او اداري وضعیت

دا کمښت په داسې حال کې راغلی چې اروپایي کمېسیون په پیل کې داسې طرحې وړاندې کړې وې چې د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو او ایستلو بهیر اسانه کړي.

هممهاله د عامه افکارو فشار او د ښي اړخو افراطي ګوندونو وده سبب شوې چې د کډوالۍ موضوع د اروپایي ټولنې تر ټولو پر لانجمنو سیاسي بحثونو بدله شي.

سره له دې عمومي کمښته، اوس هم د لومړي پړاو د څېړنې لپاره تر ۹۰۰ زره څخه ډېر غوښتنلیکونه پاتې دي. د استیناف غوښتنلیکونو په ګډون، د پرېکړې په تمه ټول شمېر نژدې ۱.۳ میلیونه دوسیې کېږي، چې دا ښيي د کډوالۍ په برخه کې اداري کړکېچ په اروپا کې لا هم دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...