جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+ د حقوقو په علم کې نوې څانګې | پوهاند نصرالله ستانکزی

 د حقوقو په علم کې نوې څانګې | پوهاند نصرالله ستانکزی

   (نهمه برخه)

  نهم مبحث – د چاپیریال حقوق (Environnement Law): د چاپیریال حقوق یا د چاپیرل ساتنژې حقوق چې د تیرې پیړۍ تر شپیتمو کلونو پورې یو مستقل علم نه ؤ او اکثر د اوبو د حقوقو په لمن کې تر مطالعې لاندی راته، خو له هغه وروسته چې د صنعت او تکنالوژۍ له ودې سره سم د ژیو چاپیریال له ککړتیاو سره مخامخ شو، د چاپیریال د ساتلو موضوع مهمه شوه او د نورو اقداماتو تر څنگ دا مساله هم د پام وړ وگرځیده چې باید په حقوقي لحاظ هم داسې قواعد او اصول وضع شې چې له چاپیریال ساتنې سره مرسته وکړي.

   نو؛ په لومړي سر کې دې ته پام وگرځول شو چې سالم چاپیریال د انسان د بنسټیزو حقوقو (Fundamental Rights) څخه دی، نو د انفسیت (subjective) له نظره د بشر د حقوقو په اصولو کې درج او د انسانی حقوقو له ډلې څخه وشمیرل شو، د دې تزڅنگ چې انساني ژوند پرته د ژویو له ژوندانه څخه نیمگړی اند ناشونی دی، نو د حیواناتو ‌ د حقوقو (انفسی مفهوم) موضوع هم په جدي توگه رامنځ ته شوه.

   په دویم گام کې بیا د چاپیریال د ساتنې او ښې گټې اخیستنې په موخه د قواعدو او مقرراتو د تنظیم او تدوین موضوع را برسیره شوه چې د دې حقوقو اقاقیت (objective) بیانوي.

   او؛ په دې توگه د چپریال حقوق له خپلو دواړو مفاهیمو سره هم د ملي حقوقو او هم نړیوالو حقوقو په بڼه را مطرح شوه، او نن د حقوقي علومو په منځ کې د یوه مهم حقوقي علم په توگه ځانته ځانگړی ځای لري.

 دلته به د دغه علم اړوند اساسات تر مختلفو عنوانونو لاندی په لنډیز سره وگورو.

  ۱ – تعریف: د چاپیریال حقوق؛ د حقوقو یو څانگه ده او د هغو اصولو، قواعدو او قضایي رویو مجموعه ده چې د چاپیریال ساتنې، تل پاتې گټې اخیستنې او د چاپیریال د منجمنت څخه بحث کوي.

  ۲ – د چاپیریال د حقوقو اړوند حقوقي علوم: دا لاندني حقوقي څانگې د مرستندیو علومو په توگه پیژندل کیږي:

  – د اوبو حقوق: د هغو اصولو او قواعدو مجموعه ده چې  د اوبو د مالکیت، د اوبو د ویشنې، ساتنې او د اوبو د منابعو د مدیریت تنظیموي. او د هغه نژدې والي له کبله چې د چاپیریال له حقوقو سره لري، اوسنۍ د حقوقو پوهان هغه د چاپیریال ساتنې د حقوقو یوه څانگه بولي.

 – د ځنگلونو او څړ ځایونو حقوق: د هغو قواعدو او مقرراتو مجموعې ته ویل کیږي چې د ځنگلونو او څړ ځایونو د ساتنې، بیرته رغونې او مدیریت څخه بحث کوي. او د ډیرو حقوق پوهانو له نظره دا څانگه هم د چاپیریال د حقوقو یوه څانگه ده.

 د خاورې او ځمکنې حقوق: د هغو مقرراتو مجموعه ده چې له مخې یې باید ځمکه د هغو ناوړه او زیان لرونکو صنعتي او کرهنیزو ضررونو څخه وساتي او د ځمکې د شړل کیدو مخه بنده کړي.

 – د معدنو او تر ځمکې لاندي د منابعو حقوق: هغه حقوقي قواعدو ته ویل کیږي چې د معادنو څخه گټه اخیستنه په دې ډول تنظیموي چې چاپیریالي ستونزې رامنځ ته نه کړي او همدارنگه د ایکو سیستمونو ساتنه د معدنیاتو د استخراج په صورت کې.

   ۳ – د بحث وړ موضوعات: د چاپیریال د حقوقو د بحث‌وړ اصلي موضوعات دا دي:

 – طبیعي سر چینې؛ د هغوی ساتنه او‌ پالنه،

– د ژوند ‌تنوع او د ایکو سیستمونو ساتنه،

– د ډول ډول ککړتیاو مخنیوی او کنترول،

– اقلیمي بدلونونه او تل پاتې پرمختگ،

– ښاري حقوق او انساني چاپیریال،

– د جزایي او مدني حقوقو اړوند مسولیتونه، او

– د چاپیریال نړیوال حقوق لکه د مونتریال، بازل، پاریس، کیوتو او ریو معاهدات، او همدارنگه منطقوی نړیوال تعهدات.

د حقوقو په علم کې نوې څانګې | پوهاند نصرالله ستانکزی

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب