تیره شپه په هالنډ کې د راشد خان د “خان فاونډېشن” او پېوستون ټولنې په ګډو هڅو د کونړ د وروستۍ زلزلې د شهیدانو د فاتحې او د مرستو د راټولولو د کمپاین غونډه ترسره شوه.
په دې مراسمو کې لسګونو خیرخوا او بشردوسته افغانانو ګډون وکړ.
د فاتحې دغه پروګرام د هالنډ د بې پروایک په دونیا صالون کې د دیني عالم قاري عزیزالحق لخوا د قرآن کریم په تلاوت او دعا سره پیل شو.
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د بهر مېشتو افغانانو ګډ مسؤلیت دی چې د ستونزو په وخت کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ودرېږي او د خیر ښېګڼې په چارو کې ونډه واخلي.
وروسته د پېوستون ټولنې د مشورتي جرګې غړي صادق رښتیني خبرې وکړې.
هغه وویل چې د کنړ زلزله د ځایي خلکو لپاره یوه ستره غمیزه ده او اړتیا ده چې بهر مېشت افغانان یې هر اړخیز ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د خان فاونډېشن او پېوستون ټولنې له لوري د ګډو مرستو راټولولو دا هڅې څرګندوي چې افغانان د ټولنیز یووالي او خیر ښېګڼې لپاره یوځای دریږي.
په غونډه کې د افغانستان سفیر په هالنډ کې، محمد اصف رحیمي، هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د کنړ د زلزله ځپلو سره د افغانانو پراخ ملاتړ دا ثابتوي چې د افغانانو ترمنځ یووالی او اتحاد تر بل هر وخت زیات شوی دی.
د خان فاونډېشن په استازیتوب د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان هم ګډونوالو ته انلاین وینا وکړه.
نوموړي وویل چې تر دې دمه شاوخوا ۸۷ زره ایورو مرسته شوې ده او دا بهیر لا هم روان دی.
دغه راز د خان فاونډېشن د هالنډ د مشرتابه غړي عثمان ظفر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې د ټولیز هدف لپاره د مرستو اندازه ۲۵۰ زره ایورو ټاکل شوې ده، څو د بیړني ژغورنې، خوړو، درملو، سرپناه او د کورونو د بیا رغونې چارې ترسره شي.
غونډه د دعا او د مرستو د لا زیاتولو د ټینګار په غوښتنو سره پای ته ورسېده.
خورا د خوشحالۍ خبره ده ، چې زمونږ مسافر هېوادوال له ګرانو افغانانو سره د خوشحالي او غم په وخت کې ځانونه شریک بولي .
دوی ته د الله تعالی اجرونه ورکړي .
د اروپایي اتحادیې پولي واحد « یورو » ده ، باید املا یې سمه ولیکل شي .