جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد م.م. ویندوی وايي، کونړ یو شمېر ز لزله ځپلې سیمې ماینونه...

د م.م. ویندوی وايي، کونړ یو شمېر ز لزله ځپلې سیمې ماینونه لري

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند خبرداری ورکړی چې د افغانستان په ختیځ کې د کونړ ولایت ځینې زلزله‌ځپلې سیمې د ماینونو او چاودېدونکو موادو له امله ککړې دي او دا وضعیت د ژوندي پاتې شویو کسانو او د مرستندویانو لپاره جدي ګواښ رامنځته کوي.

«استفان دوجاریک» ویلي چې د ملګرو ملتونو د ماینونو پر ضد د اقدام څانګې ارزونه ښيي چې د زلزله‌ځپلو سیمو شاوخوا ۲۵ کیلومتره د چاودېدونکو توکو له ګواښ سره مخامخ ده.

هغه ټینګار کړی چې اړتیاوې لا هم ډېرې دي او ملګري ملتونه له ټولو هغو اړخونو څخه چې د مرستې وس لري، سمدستي همکاري غواړي.

دوجاریک زیاته کړه: «سمدستي لومړیتوبونه د سرپناه برابرول، طبي تجهیزات، د څښاک پاکې اوبه، خواړه او روغتیایي خدمتونه دي.»

نوموړي همداراز وویل چې د زلزلې پرله‌پسې ټکانونو د مرستې رسولو او د زیانونو د ارزونې بهیر ستونزمن کړی، خو بیا هم د ګرځنده ټیمونو له لارې د بیړنیو مرستو لکه د خوړو، سرپناه او روغتیایي خدمتونو وېش روان دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم اعلان کړی چې په ستونزمنو شرایطو کې د زیانمنو سیمو ارزونه او مرسته روانه ده، او وروستیو ټکانونو د څوکۍ او نورګل ولسوالیو ګڼې کورنۍ اړ کړې چې په پرانیستې فضا کې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو ویاند ټینګار وکړ چې د ماینونو او چاودېدونکو موادو خبرداری د دې اړتیا نوره هم روښانه کوي چې د ژوندي پاتې شویو او د مرستندویو ټیمونو د خوندیتوب لپاره باید ژر او په خوندي ډول اقدام وشي.

د راپورونو له مخې، د کونړ زلزله د سیمې یوه تر ټولو له سختو طبیعي پېښو څخه ده. د لومړنۍ زلزلې شدت ۶ ریښتره او مرکز یې د مځکې له سطحې ۱۰ کیلومتره لاندې و، او په سبا یې یوه بله زلزله وشوه چې شدت یې د ریښتر ۵.۵ و. همداراز تېره شپه دوې نورې نسبتاً سختې زلزلې وشوې چې د تاوانونو په اړه یې لا کره معلومات نه دي خپاره شوي.

د یکشنبې او د وشنبې ترمنځ د شپې زلزلې د کورونو، زیربناوو او د تګ راتګ د لارو په شمول ګڼې برخې پراخې ویجاړې کړې او له امله یې لرې پرتو کلیو ته تګ له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

د راپورونو له مخې، اوسنی وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او سپین ږیرو لپاره ډېر بحراني دی، او نړېوال ملاتړ، طبي تجهیزاتو، د څښاک پاکو اوبو او سرپناه ته بیړنۍ اړتیا سمدستي احساسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب