جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان د افغان زلزله ځپلو د روغتیايي خدماتو لپاره...

د روغتیا نړیوال سازمان د افغان زلزله ځپلو د روغتیايي خدماتو لپاره د ۴ میلیون ډالره مرستې غوښتنه وکړه

تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) د روغتیا نړېوال سازمان (WHO) د افغانستان د ختیځ په زلزله ځپلو سیمو کې د بیړنیو طبی او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو او د ژوندي پاتې شویو کسانو د ملاتړ لپاره د ۴ میلیون ډالرو بودجې غوښتنه وکړه.

دې ادارې خبرداری ورکړ چې که نړیواله ټولنه ژر مرسته ونه کړي، د زرګونو کسانو ژوند به له ګواښ سره مخامخ شي.

د روغتیا نړېوال سازمان څرګنده کړې چې د ګرځنده روغتیایي مرکزونو د پراخولو، د بیړنیو طبي خدمتونو د وړاندې کولو او د اوبو، روغتیا او تشناب اړوند فعالیتونو د ملاتړ لپاره په زلزله‌ځپلو سیمو کې ۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

د راپورونو له مخې، د تېرې یکشنبې په شپه ۶ ریښتره زلزلې د افغانستان ختیځ ولایتونه، په ځانګړي ډول کونړ ولړزول چې له امله یې تر اوسه تر ۲۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۳۰۰ نور ټپیان شوي دي. دې زلزلې کورونه او روغتیایي تاسیسات په پراخه پیمانه ویجاړ کړي دي.

د روغتیا نړېوال سازمان تر دې دمه ۲۳ ټنه درمل او طبي تجهیزات د څلورو زلزله‌ځپلو ولایتونو روغتیایي مرکزونو ته لېږلي او ۱۵ امبولانسونه له شپږو ګرځنده طبی ټیمونو سره په اغېزمنو سیمو کې فعالیت لري.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د دفتر مرستیالې موکتا شرما، ویلي: «زموږ ټیمونه شپه او ورځ د ژوند ژغورونکو خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي. اړتیاوې خورا ډېرې دي او د عملیاتو د دوام لپاره نورو سرچینو ته اړتیا لرو.»

همداراز د روغتیا نړېوال سازمان د بیړنیو حالاتو د غبرګون مسوول «جمشید تنولي»، ویلي: «که پر وخت ملاتړ وشي، موږ کولای شو د ټپونو درملنه پراخه کړو، د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیسو او د رواني روغتیا حیاتي خدمتونه وړاندې کړو. پرته له دې، د انسانانو ژوند به لا هم له خطر سره مخامخ وي.»

له لومړۍ سختې زلزلې وروسته، ګڼ شمېر روغتونونه او روغتیايي مرکزونه له ټپیانو څخه ډک شوي او د غبرګون وړتیا یې محدوده ده. د روغتیا نړیوال سازمان مخکې خبرداری ورکړی و چې د اړتیاوو د زیاتوالي او د سرچینو د کمښت له امله د ثانوي روغتیایي بحرانونو، لکه د ناروغیو خپرېدل او د بیړنیو درملنیزو خدمتونو کمښت، د رامنځته کېدو امکان ډېر شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب