تاند (جمعه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) د افغان چارواکي وايي، د یکشنبې د ورځې د ویجاړوونکې زلزلې له امله د سړکونو د بندېدو له کبله په هغو لرې پرتو سیمو کې چې موټر نه شي ورتللی، خلکو ته خواړه او نور ضروري مواد له هوا غورځول کېږي.
په کونړ ولایت کې یوه سیمهییز چارواکي د انادولو خبري اژانس ته ویلي: «موږ د څرخکو له لارې چمتو شوي خواړه او اړین توکي هغو سیمو ته غورځوو چې د بندو سړکونو له امله وسایط نه شي ورسېدلی.»
نوموړي زیاته کړه: «په ځینو لرې پرتو غرنیو سیمو کې سړکونه لا هم بند دي او بیا بیا زلزلو د ژغورنې د ټیمونو لپاره د لارو د پاکولو بهیر ډېر ستونزمن کړی دی.»
د افغاني سرهمیاشت ټولنې په وینا، د زلزلې په مرکز کونړ ولایت کې د مړو شمېر لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسانو ته رسېدلی او ۳۶۴۰ تنه ټپیان دي.
په ننګرهار ولایت کې هم تر اوسه لږ تر لږه د ۱۲ کسانو مړینه تایید شوې ده او د ټولو ولایتونو د ټپیانو شمېر تر ۴۰۰۰ اوښتی دی.
افغاني سرهمیاشت وايي، تر اوسه تر ۸۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) د افغانستان د دفتر مشرې «ایمي مارټین» انادولو ته ویلي و چې د ژغورنې او مرستو بهیر د پر له پسې زلزلو، بندو لارو او پراخو ویجاړتیاوو له امله له سختو خنډونو سره مخامخ دی.
هغې زیاته کړه چې کونړ ولایت په ځانګړې توګه ډېر زیانمن شوی، ځکه چې ټول کلي په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د جمعې په ورځ د نړیوالو مرستو رسېدا هم پیل شوه. د چین سرې میاشت د موقت حکومت لپاره ۲۰۰ زره ډالره مرسته اعلان کړه او د جاپان سفیر په کابل کې «تاکایوشي کورومیا» هم ځایي چارواکو ته بشري مرستې وسپارلې.
کاناډا ۳ میلیون او لوګزامبورګ نژدې یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړې ده.
د افغاني سرهمیاشت د معلوماتو له مخې، بیړنی مرستندوی پکیج ۲۵۰ خیمې، ۱۶۲۰ کمپلې، ۱۶۲۰ توشکې او ۲۵۰ د اوبو د ساتلو ذخیرې لري.
تېره شپه هم په سیمه کې دوې زلزلې وشوې چې لومړۍ یې نسبتاً شدیده وه.
خو د یکشنبې او دوشنبې ترمنځ د شپې زلزله د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته، چې افغان طالبان بیا واک ته رسیدلي، په دې جګړهځپلي هېواد کې درېیمه لويه زلزله وه تر دې وړاندې په پکتیکا او هرات کې سختو زلزلو سلګونه کسان ووژل.