جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکرکټ؛ افغانستان اماراتو ته په۴ منډو ماته ورکړه

کرکټ؛ افغانستان اماراتو ته په۴ منډو ماته ورکړه

افغانستان نن (جمعه) په درې اړخیزو سیالیو کې متحده عربي اماراتو ته د (۴) منډو په توپیر ماته ورکړه.

د افغانستان لوبډلې د ۴ لوبغاړو په تاوان ۱۷۰ منډې کړې وې، اماراتي لوبډله د دې هدف پوره کېدو ته خورا ورلنډه شوې وه او په وروستي اور کې پوره یقین و چې هغوی دا لوبه ګټي.

افغانستان په دې سیالۍ کې، چې ګټل یې ورته زیات مهم نه و، خپل څو تجربه کار لوبغاړي ونه لوبول. د راشد خان، محمد نبي، فضل حق فاروقي او صدیق اتل په ځای ځینې نوي او ځینې نور چې په تېرو څو سیالیو کې د لوبېدو چانس نه و ورکړل شوی، ولوبېدل.

ګلبدین نایب، محمد اسحاق، فرید ملک او عبدالله احمدزی هغه لوبغاړي وو چې په تېرو درو سیالیو کې نه وو، لوبېدلي.

د تېرو سیالیو خلاف دا ځل رحمت الله ګوریز نسبتاً ښه بیټنګ وکړ. په ۳۸ توپونو یې ۴۰ وکړې. ابراهیم ځدراڼ په ۳۵ توپونو ۴۸، کریم جنت په ۱۴ توپونو ۲۸، ګلبدین نایب په ۱۴ ناسوځېدلو توپونو ۲۰ او عظمت الله عمرزي په ۹ ناسوځېدلو توپونو ۱۴ منډې وکړې.

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ په روانه درې اړخیزه لوبلړۍ کې ابراهیم ځدراڼ تر ټولو ډېرې منډې کړي. ده په ۴ پاڼیو (اننګز) کې ۱۸۵ منډې کړيږ ورپسې د پاکستان محمد وسیم دی چې په ۴ پاڼیو کې یې ۱۶۳ منډې کړي. د افغانستان صدیق اتل درېیم دی. ده په ۳ پاڼیو کې ۱۴۱ منډې کړي دي.

د ویکټونو له پلوه راشد خان لومړی ځای لري. ده په ۳ پاڼیو کې ۶ ویکټونه اخیستي دي. د اماراتو حیدر علي په ۴ پاڼیو کې ۶ او د اماراتو بل لوبغاړي ساغر خان په ث پاڼیو کې ۵ ویکټونه اخیستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب