تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۵ مه) په افغانستان کې له مرګونې زلزلې او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لوی کمیشنر له دې غوښتنې وروسته چې د افغانانو د جبري ایستلو پلان دې وځنډول شي، د پاکستان حکومت د جمعې په ورځ وویل: «موږ پرېکړه کوو چې څوک پاتې کېږي.»
په وروستیو ورځو کې زرګونه هغه افغانان چې د کډوالو په توګه ثبت شوي وو، له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي دي، په داسې حال کې چې د تېرې یکشنبې زلزلې لږ تر لږه ۲۲۰۰ کسان وژلي او په ځانګړي ډول په کونړ کې یې کابو ټول کلي نړېولي دي.
د کډوالو لوی کمیشنر فیلیپو ګرانډې غوښتنه وکړه: «په دغو شرایطو کې، زه د پاکستان له حکومته غوښتنه کوم چې د ناقانونه بهرنیانو د ایستلو پلان وځنډوي.»
ګراندې دا غوښتنه په داسي حال کې وکړه چې پاکستان د زلزلې په ورځ د افغان کډوالو د ایستلو یو بل پراخ کمپاین پیل کړ.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان نن په یوه په خبري غونډه کې وویل:
«هر څوک چې قانوني اسناد ونه لري، باید ووځي. پاکستان همدا کار کوي، او دا هغه څه دي چې هر بل هېواد یې کوي، حتی په اروپا او نورو هېوادونو کې… دا زموږ خاوره ده، موږ پرېکړه کوو چې څوک پاتې کېږي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، شاوخوا ۲۷۰ زره ستانه شوي افغانان اوس په زلزله ځپلو سیمو کې مېشت شوي دي چې له پاکستان سره پر پوله پرتې دي.
په همدې حال کې، هغو افغانانو، چې د جرمني د بیا مېشتېدو په تمه دي، د پولیسو د څو چاپو راپورونه ورکړي دي، په داسې حال کې چې د جرمني چارواکو هغوی په مېلمستونونو کې ځای پر ځای کړي تر څو د دوسیو ارزونه یې وشي.
ډېر هغه کسان چې د افغانستان په ختیځ کې په زلزله ځپلو کلیو کې اوسېدل، د هغو څه باندې څلورو میلیونو افغانانو له ډلې وو چې په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.
په پاکستان کې د افغانانو برخلیک توپیر لري؛ ځینو ته د کار او زدهکړو فرصتونه برابر شوي، ځینې هلته زېږېدلي او لوی شوي، او ځینې یې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا مېشتېدو په تمه په پاکستان کې په موقتي ډول دېره دي.
خو پاکستاني حکومت په ۲۰۲۳ کال کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د یاغي ډلو د فعالیتونو د پلمه کولو په نوم د افغانانو پر وړاندې پراخ کمپاين پیل کړ، هغوی یې «ترهګر او مجرمان» وبلل.
د ملګرو ملتونو په وینا، تر دې دمه له ۱.۲ میلیونو څخه ډېر افغانان له پاکستانه ایستل شوي دي، چې پکې یوازې د روان ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې تر ۴۴۳ زره ډېر کسان شامل دي.
دا کمپاين اوس د هغو ۱.۳ میلیونو افغانانو پر وړاندې روان دی چې د کډوالو د لویې کمیشنرۍ له خوا د Proof of Registration (PoR) کارتونه لري.
اسلاماباد د دوی لپاره د سپټمبر لومړۍ نېټه وروستۍ ضربالاجل ټاکلی دی، او خبرداری یې ورکړی چې که پاتې شي نو وبه نیول شي او له پاکستانه به په زو وایستل شي.
وافغانانو ته په کارده چي لمړی فکروکړي اوبیاعمل اواعلان، زه خوخالق مي په زړه خبردی چی هیڅ زړه داددوي وتعلیمي بورسونوته نسم ښه کولاي.
زه طالبانوورونوته دا مشوره ورکوم چي دخدای پرپارددغه ملک څخه څونه چي کولای سي لیري ښوری که نه په کورکي به درته دغمونوفصل وکري.