جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهکونړ کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمېره نږدې ۶...

کونړ کې د زلزلې له امله د مرګ ژوبلې شمېره نږدې ۶ زرو ته لوړه شوه

تاند(پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۳مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، نورګل ولسوالۍ مزار دره، څوکۍ ولسوالۍ ډېوه ګل درې، چپې درې او ماڼوګي ولسوالۍ په زلزله ځپلو سیمو کې سلګونه نور جسدونه له خاورو راویستل شوي چې له امله یې د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شوه.

فطرت وايي، دغه جسدونه د ژغورونکو او پلټونکو ډلو له لوري ویستل شوي دي.

د نوموړی په خبره دې سره د مړو شمیر ۲۲۰۵ او د زخمیانو ۳۶۴۰ کسانو ته پورته شو.

فطرت دا هم ویلي، په یادو سیمو کې د ژغورنې او پلټنې عملیات لا هم دوام لري.

هغه وایي، په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته خیمې درول شوې او بېړنۍ مرستې په منظم ډول دوام لري.

د مرګ ژوبلې ارقام لا هم وروستي نه دي او د لتون او ژغورنې عملیات دوام لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب