جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهمرستندویو موسسو افغان زلزله ځپلو ته د نړیوالو مرستو د زیاتېدو غوښتنه...

مرستندویو موسسو افغان زلزله ځپلو ته د نړیوالو مرستو د زیاتېدو غوښتنه وکړه

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۳ مه) مرستندویو موسسو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان په ختیځ کې د اګست د ۳۱مه نېټې د ۶ ریښتره زلزلې له امله د زیانمنو سیمو لپاره ډېره بودجه ځانګړې کړي.

د دوی په وینا تر دې دمه یوازې لږو هیوادونو د مرستې ژمنه کړې ده.

اروپايي ټولنې یو میلیون یورو بشري مرسته او ۱۳۰ ټنه غیر نغدي مرسته د زیانمنو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړې کړې ده. بریتانیا هم یو میلیون پونډ ځانګړي کړي دي. دا مرستې په مستقیم ډول هغو سازمانونو ته سپارل کېږي چې په سیمه کې فعالیت لري.

د امریکا په شمول چې یو وخت د افغانستان د بشري مرستو تر ټولو لوی تمویلوونکی و، خو د روان کال په پیل کې یې دا ملاتړ سخت راکم کړ، ډېری هېوادونو چې پخوا یې افغانستان ته مرستې کولې، تر اوسه هیڅ ملاتړ نه دی اعلان کړی.

د طالبانو چارواکو، سره له دې چې د غیردولتي سازمانونو فعالیتونه محدود کړي، له دغو سازمانونو مرستې غوښتي دي او هغه ادعاوې یې رد کړي چې ګوندې دوی له نړیوالو مرستو د ځان په ګټه کار اخلي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان واک ته رسېدلي، افغانستان ته نړیوالې مالي مرستې خورا کمې شوې دي او د روان کال د بشري مرستو د ټاکل شوي هدف یوازې ۲۸٪ ورکړل شوي دي.

وروستۍ زلزله په داسې هېواد کې شوې چې له سخت اقتصادي بحران سره لاس او ګرېوان دی او له څو کلونو راهیسې د مرستو د پرې کېدو ترڅنګ له نړیوالې انزوا سره مخامخ دی. مرستندویو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د افغانستان وضعیت د ژغورنې او د مرستو د هڅو دایره ډېره محدوده او ناکافي کړې ده.

ځايي اوسیدونکي په تشو لاسونو او یا هم په بېلونو او کولنګونو د کونړ په نورګل ولسوالي کې د زلزله ځپلو مرستې ته روان دي

 په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا د دفتر مشر یاکوبو کارېدي خبرداری ورکړی چې سیمه‌ییز منابع «تر فشار لاندې د سقوط پولې ته رسېدلي» او د بودجې کمښت د بشري ځواب د پراخوالي او چټکتیا مخه نیولې ده.

هغه زیاته کړه: «دا زلزله یوه جلا فاجعه نه ده. دا پېښه هغو ټولنو ته ورسېده چې له وړاندې د جبري بې ځایه کېدو، د خوړو د خونديتوب د نشتوالي، وچکالۍ او د سلګونو زرو افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له ستونزو سره مخامخ وې.»

د ژغورنې ډلې د کونړ غرنیو سیمو ته، چې خورا ډېرې زیانمنې شوې دي، د رسېدو په هڅه کې له سختو ستونزو سره مخامخ دي ځکه چې د ډبرو ښویېدو او د ځمکنۍ ښویېدو لارې تړلې دي. د ملګرو ملتونو ویاند ستېفان دوجارېک د سې‌شنبې په ورځ وویل چې اړتیاوې لا هم «ډېرې پراخې» دي.

هغه زیاته کړه: «موږ له ټولو هغو کسانو غواړو چې د مرستې توان لري، څو د دې زلزلې د ځواب لپاره خپلې مرستې وړاندې کړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب