جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهیوې بلې شدیدې زلزلې کونړ او شاوخوا سیمې ولړزولې

یوې بلې شدیدې زلزلې کونړ او شاوخوا سیمې ولړزولې

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۳ مه) د اروپا ـ مدیترانې د زلزلو پېژندنې مرکز (EMSC) راپور ورکړ چې څو شېبې وړاندې د افغانستان د کونړ ولایت اسعداباد ولسوالۍ ته نژدې د ریښتر په حساب ۶.۰ درجې زلزله وشوه.

دا زلزله نن (د سپټمبر په ۴مه د پنجشنبې ورځ) په ځايي وخت د ماخوستن په ۸:۵۶ بجو شوې او مرکز یې د ځمکې له سطحې څخه ۴۲ کیلومتره ژور ثبت شوی دی.

کارپوهان وایي، د زلزلې د دقیق شدت، مرکز او ژوروالي اندازه کېدای شي په راتلونکو څو ساعتونو یا دقیقو کې بدله شي، ځکه چې زلزله‌پوهان لا هم د معلوماتو د بیاکتنې او سمونې په حال کې دي او ښايي نورې ادارې خپل راپورونه خپاره کړي.

په دې اړه د جرمني د جیالوجۍ د څېړنو مرکز (GFZ) ویلي چې د زلزلې شدت ۶.۲ درجې دی. دې مرکې د زلزلې مرکز تر مځکې ۱۰ کیلوتره لاندې بللی. همدا راز د RaspberryShake د وګړو د زلزله‌پېژندنې شبکې هم ۶.۲ درجې، او د فرانسې د زلزلو د څار ملي شبکې (RéNaSS) ۶.۱ درجې اعلان کړی دی.

دا زلزله په داسي حال کې شوې چې د یکشنبې د شپېې د زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲ زره اوښتی. همداراز ۶۷۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب