جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeسپورتپاکستان په ۳۱ منډو متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه

پاکستان په ۳۱ منډو متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۳ مه) د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې، د درې اړخیزو سیالیو په دوام کې نن د کوربه، متحده عربي اماراتو لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپیر ماته ورکړه.

پاکستان چې د دې سیالۍ پچه ګټلې وه، په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړ له بایللو وروسته ۱۷۱ منډې وکړې.

په اوولسم اور کې، په داسي حال کې چې د پاکستان لوبډلې ۵ لوبغاړي سوځېدلي وو، او تمه کېده چې تر ۱۵۰ زیاتې منډې به ونه کړي، ناببره اکبر فرحان او محمد نواز د لوبې لوری بدل کړ. فرحان په ۴۴ توپونو ۷۷ او محمد نواز خپلې لوبډلې ته په ۲۷ توپونو ۳۷ منډې وکړې. دوی ډېرې منډې په وروستیو اورونو کې وکړې او تر پایه ونه سوځېدل. د فرحان او نواز ښه بیټنګ سبب شو چې متحده عربي اماراتو ته ۱۷۲ منډې هدف وټاکي.

د متحده عربي اماراتو لپاره بیا پیلګر لوبغاړي علي شان شارافو ښه وځلېد. ده په ۵۱ توپونو ۶۸ منډې وکړې.

د پاکستان په باولرانو یا توپ ویشتونکو کې اکبر اغا ۴ ویکټې په داسي حال کې واخیستې چې په ۴ اورونو کې یې یوازې ۹ منډې ورکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب