جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاروپايي ټولنې افغان زلزله ځپلو ته ۱۳۰ ټنه مرسته واستوله

اروپايي ټولنې افغان زلزله ځپلو ته ۱۳۰ ټنه مرسته واستوله

تاند (پنجشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۳ مه) اروپایي ټولنې د پنجشنبې په ورځ وویل چې ۱۳۰ ټنه بشري مرسته یې افغانستان ته استولې ده.

دا د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزله ځپلي سیمې لپاره د اروپايي اتحادیې د دوو پېټو لومړۍ برخه ده.

دا مرستې د پنجشنبې په ورځ په یوه (چارټر) الوتکه کې کابل ته ورسېدې. اروپایي ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بله جوپه به د جمعې په ورځ ورسېږي.

دا مرستې د اروپایي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو له خوا تمویل شوي دي. په هغو کې د بیړنۍ سرپناه توکي، خیمې، کالي، درملیز مواد او د څښاک پاکې اوبه شاملې دي. دا مرستې د دوو بشري چارټر الوتنو له لارې ولېږدول شوې.

اروپایي ټولنې په خپله خبرپاڼه کې ویلي: «دې زلزلې د افغانستان خلکو ته ستره غمیزه اړولې ده او په زیانمنو سیمو کې اړتیاوې ډېرې او ورځ تر بلې زیاتېږي. اروپایي ټولنې په چټک ډول د ژغورنې مرستې لېږلي او هم یې د بیړنیو مرستو لپاره خپلو شریکو ادارو ته یو میلیون یورو ځانګړي کړي دي.»

په همدې حال کې چین وايي چې د ۷ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرستې افغان زلزله ځپلو ته استوي.

په افغانستان کې د یونیسف استازي تاج‌الدین اویوال وویل چې ماشومان او کورنۍ په زلزله‌ځپلو سیمو کې د ژغورنې مرستو ته په بېړه اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «د اروپایي ټولنې د سخاوتمندانه ملاتړ په وسیله به اړین توکي ورسېږي څو زیانمنې ټولنې هغه بیړنۍ مرسته ترلاسه کړي چې ورته اړتیا لري.»

یونیسف ویلي، دا مرستې به د بیړني ځواب د پراخېدو مرسته وکړي، او کورنیو ته به په کونړ، ننګرهار او ګاونډیو ولایتونو کې موقتي سرپناه، پاکې اوبه، درمل او د ژمي لپاره د ساتنې وسایل برابر کړي.

د یونیسف ټیمونه له زلزلې وروسته په زیانمنو سیمو کې حاضر دي او له سیمه‌ییزو شریکانو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره له نژدې کار کوي، څو د ماشومانو او کورنیو عاجلې اړتیاوې پوره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب