جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهخلیلزاد: زلزله ځپلو سیمو ته د ښځینه ډاکترانو لېږلو خوښ کړم

خلیلزاد: زلزله ځپلو سیمو ته د ښځینه ډاکترانو لېږلو خوښ کړم

تاند(پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۳مه) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته د ښځینه ډاکترانو پر لېږد خوښي ښودلې.

نوموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا یوه ښه خبره دی، چې (طالبانو)د کونړ ولایت زلزله ځپلو سیمو ته ښځینه ډاکټرانې لېږلې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا معلومه ده، چې که د پوهنتونونو دروازې د ښځینه طبي زده‌کړیالانو پر مخ تړلې نه‌وای؛ د ښځینه ډاکټرانو کمښت به نه احساسېده.

زلمي خلیلزاد ویلي؛ اوس هم مناسب او د ستاینې وړ وخت دی، چې د طالبانو مشر دا پالیسي بدله کړي او د نجونو او ښځو لپاره د لېسو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي.

کونړ کې د ښځینه خبریالانو د مرستو اوهلته د ټپي زلزله ځپلو ښځو او ماشومانو د درملنې کیسه په خواله رسنیو کې هم ډېر ستایل شوی اوخلکو ورته ډول ډول غبرګونونه ښودلي دي.

ځينو اوسني حاکم نظام ته د پېغور په ډول لیکلي، چې که مو پوهنتونونه او ښوونیزې دروازې د ښځو او نجونو پرمخ نه وای تړلی نو د ښځینه ډاکترانو او مرستندویانو کمی به نه احساسېده، ځینو بیا دا ډاکترانې د افغانې اتلانې په نوم یادې کړي او د دوی د کار ستاینه یې کړې ده.
کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله شاوخوا ۶ زره کسانو ته چې ماشومان، مېرمنې او سپین ږیري هم په کې شاملې دي مړه او ټپیان شوي دي.

د ښځینه ډاکترانو د تګ او خدماتو مسله په افغانستان کې اوس ځکه عجیبه ښکاري او تل د خبرونو سرټکي ګرځې چې تر ۴ کالو ډېره موده کېږي طالبانو د ښځو پر مخ د زده کړو او کار دروازې تړلې دي او لا یې هم د خلاصون څرک نه لیدل کېږي.

1 COMMENT

  1. کاش چی طالب د تعلېم په اهمېت پوهېدلی. اوس خو لا بېا هم ېو څو ښځېنه ډاکترانی لرو، تشوېش د څوکاله وروسته وخت وکړۍ چی بېا به د طالب ماشوم په کور پېداکېږی او د کلی ېوه زړه ښځه به ورته چاقو په لاس ولاړه وی. که ژوندی پاتی شو څو هوایی ډزی به وکړی او که مړ وو وایی به بس د الله رضا وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب