آصف بهاند
په دې لنډه مقاله کې د یوې ډنمارکۍ مېرمنې (گریت انولدسین ــ Grethe Enevoldsen) پر داسې یوکتاب باندې خبرې کوم چې په هغه کې یې له پښتو ژبې څخه څوارلس کیسې ډنمارکۍ ژبې ته ژباړلې دي او په ۱۹۸۵ م کال کې یې په کوپنهاگن کې چاپ کړی دی.
د ۲۰۲۵ ام کال د اگست په څوارلسمه د خوښۍ په یوهمحفل کې د گډون په پار کوپنهاگن ته تگونکی شوم. له وخت نه په استفادې سره مې وغوښتل چې له ښاغلو عبدالمالک بېکسیار صدیق ننگ سره د ځینو فرهنگي مسایلو په باب مشورې وکړم. ښاغلي صدیق ننگ ته مې زنگ وواهه چې زه در راون یم او غواړم چې ستا په شتون کې له ښاغلي بېکسیار سره یو دوستانه فرهنگي بنډار جوړ کړو، د ننگ صاحب دې کور ودان وي د ده په مرسته دا ادبي بنډار جوړ شو، د مورد نظر مسایلو په باب مو خبرې وکړې، یو د بل وړاندیزونه مو واورېدل او…
د همدې لنډ بنډار په ترڅ کې ښاغلي بېکسیار ماته یو کتاب «افغاني قصې او نقلونه» راوسپاره او وېویل چې که دا وگورې او یوڅه به پرې ولیکې، ښه به وي. کتاب مې کور ته راوړ، څو ورځې وروسته مې پرانست، په منډه مې له نظره تېر کړ. له هره اړخه راته په زړهپورې و.
د «افغاني قصې او نقلونه» کتاب د ژباړنې او مرتبې (گریت انولدسین ــ Grethe Enevoldsen) په باب څرگندونې:
په لومړي گام کې مهمه راته وبرېښېده چې د کتاب د ژباړنې (گریت انولدسین ــ Grethe Enevoldsen) بیوگرافي راپیداکړم، خو بریالی نهشوم. بیا راپهزړه شول چې بېکسیار صاحب افغانستان ته د تللو ډنمارکیانو خبره کړې وه او ویلي یې وو چې یو شمېر ډنمارکیان د عیسویت د تبلیغ په خاطر د «پټان میشن» د پروگرام په چوکاټ کې هند او افغانستان او په ځانگړي ډول پښتني سیمو ته تللي، هلته یې د خپل ماموریت په موده کې پښتو ژبه زده کړې او له پښتني دود دستور تاریخ او کلتور سره بلد شوي وو. د خبرې د روښانتیا په موخه مې د پټان میشن پتې پیدا کړې. د پلټنو په ترڅ کې یوه بله پته هم په مخه راغله:
ــ پټان میشن (Pathanmissionen)،
ــ پټان سي بي آر اورگنایزېشن (Patan CBR Organization).
چې ځینې خلک یې یو شی گڼي، خو دا دوه سره جلا ډلې دي او جلا موخې یې درلودې.
د پټان میشن په باب معلومات داسې وايي چې:
پټان میشن یوه ډنمارکي کلیسایي میشن و، چې د پښتنيټولنو په منځ کې یې د دیني، تعلیمي او روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کار کاوه . دغه میشن د ۱۹۰۳ زیـږدیز کال د «Teltmissionene» (د خیمې میشن) په نوم په پېښور کې د ډاکټرې ماریا هولست Marie Holst لهخوا پیل شو .
میشن د ماموریت په پیل کې داسې و چې د پښتنو سیمو ته ځي او هلته دیني، تعلیمي او روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. په ۱۹۰۸ کې د دې میشن د فعالیتونو یوه مهمه برخه، په مردان ښار کې جوړ شوی ښځینه روغتون و.
په ۱۹۳۷ کال کې د کیـږدۍ ماموریت نوم په رسمي توګه بدل شو او د ډنمارکي پټان ماموریت
(Den Danske Pathanmission) نوم ورکړل شواو د همدې نامه په سیوري کې یې خپل کارونه وِغځول.
د همدې ماموریت په ترڅ کې یوشمېر ډنمارکیان چې پښتون میشتو سیمو ته تللي دي، پښتو ژبه یې زدهکړې او یوشمیر فرهنگي کارونه او له پښتو ژبې څخه ځینې کیسې او لنډۍ هم ډنمارکۍ ژبې ته ژباړلي دي چې دوې بېلگې یې:
ــ (گریت انولدسین ــ Grethe Enevoldsen)،
ــ ینس اينوولدسن (Jens Enevoldsen) دي.
دې وروستني تن (Jens Enevoldsen) چې کوم کار کړی دی دا درې اثره د ځانگړې پاملرنې وړ دي:
۱ ــ سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه (د پښتو لنډیو او متلونو یو جونګ)،
۲ ــ پښتو ژبې پېژندنه (An Introduction to Pakhto)،
۳ ــ د مقدس کتاب ژباړه (پښتو).
خو پټان سي بي آرموسسې (Patan CBR Organization) په باب معلومات دا ښيي چې دا مؤسسه یوه غیرانتفاعي، غیرسیاسي او غیرمذهبي موسسه ده چې د معلولو ماشومانو د ښه والي لپاره کار کوي.
پټان سی بي آر اورګنایزېشن یوه ټولنیزه / خیریه اداره ده چې په نیپال کې فعاله ده. د دې سازمان موخه د معذوروماشومانو لپاره د ټولنې پر بنسټ د بیا رغاونې خدمتونو وړاندې کول دي، لکه درملنه، ځانګړې زدهکړه، او ټولنیز ملاتړ.
په پیل کې مې داسې اټکل کړی و چې د دې کتاب ژباړنه او مرتبه به هم د پټان میشن یا د پټان سيبيآر اورگنایزشن د یوې غړې او مامورې په بڼه پښتنې سیمو ته تللې وي، پښتو ژبه به یې زدهکړې وي او د یوې ځانگړي ماموریت په چوکاټ کې به یې دا کار کړی وي، خو د خپلو لنډو څېـړنو په ترڅ کې مې هېڅ داسې څه ونهموندل چې گریت انولدسین دې د پاسنیو یادو مؤسسو غړې وي.
د «افغاني قصې او نقلونه» کتاب د ژباړنې او مرتبې (گریت انولدسین ــ Grethe Enevoldsen) بیوگرافي و نه موندل شوه او هرڅومره پلټنه مې چې وکړه، روښانه او د قناعت وړ څه مې د دې د ژوند په باب ونه موندل او ډېرڅه مبهم دي. اصلي خبره دا ده چې دې ډنمارکۍ مېرمنې د افغانانو او پښتنو دا کیسې ډنمارکۍ ژبې ته راژباړلې دي او چاپي متن یې له ماسره موجود دی.
په دې کتاب د څوارلس کیسو ډنمارکي متن موجود دی. د کیسو په ډنمارکي متن کې کله کله د کیسو د پښتو متن ځینې برخې د عکس په ډول راوړل شوې دي او د ځینو کیسو د متن په منځ کې د لنډیو پښتو متن له ډنمارکۍ ژباړې سره راوړل شوی دی.
یو گمان داسې دی چې ښايي له همدې Jens Enevoldsen سره زموږ د مورد نظر کتاب (افغاني قصې او نقلونه) کتاب ژباړنې او مرتبې هم گډون درلود او د پټان میشن د ماموریت په سلسله کې پښتني سیمو ته تللې وي پښتو ژبه یې زده کړې وي او دا کیسې یې راټولې کړې او ژباړلې وي؛ خو پښتونمیشتو سیمو ته د دې د سفر هېڅ ډول سند په میډیا او نورو ارشیفي اسنادو کې ترلاسه نه شو.
زه دلته د دې کتاب (افغاني قصې او نقلونه) د کیسو سرلیکونه درنو لوستونکو ته وړاندې کوم:
۱ ــ د خوځندهشگو غر (Det Løbende Sands Bjerg) ۵ ام مخ،
۲ ــ ادمخان او درخانۍ (Adam og Durkhane) ۹ ام مخ،
۳ ــ د تیـږه شوي ښامار کیسه (Legenden Om Den Forstenede Drage) ۲۲ ام مخ،
۴ ــ گورو (guruen) ۲۴ ام مخ،
۵ ــ د کوچۍنجلۍ کیسه (Legen Om nomadepigen) ۲۶ ام مخ،
۶ ــ د چنار د ونې افسانه (ٍEn Fabel Platanen) ۳۱ ام مخ،
۷ ــ کیسه (Fortælling) ۳۴ ام مخ،
۸ ــ کیسه (Fortælling) ۳۵ ام مه،
۹ ــ د دریوکوچنیو کبانو کیسه (Om De tre små Fisk Historien) ۳۹ ام مخ،
۱۰ ــ د اسهگۍ (Hesteægget) ۴۲ ام مخ،
۱۱ ــ د خالون شاهزوی (Prinsen af Khalun) ۴۵ ام مخ،
۱۲ ــ پريزاد شاهلور (Prinsesse Parizad) ۴۸ ام مخ،
۱۳ ــ چرگ او باز (Hanen og Falken) ۵۳ ام مه،
۱۴ ــ هوښیار خر (Den kloge Hare) ۵۶ ام مخ.
د کتاب په اوسني چاپ کې ــ چې زما په واک کې دی ــ په دې کې د راژباړل شوو کیسو د ماخذ او د ژباړې لهپاره د کیسو د انتحاب په باب هېڅ ډول اشاره نه ده شوې. د ژباړنې د کار د موخې او سرچینو په باب سړی وړاندوینه کولی شي چې کېدای شي له نورو کتابونو څخه یې دا کیسې راخوښې کړې او ژباړلې وي.
د ۱۹مې او ۲۰مې پېړۍ په لړ کې د پټان میشن Pathanmission مامورینو د افغانستان او شمالي هند له پښتنو سیمو سره اړیکه درلوده، د دغو مامورینو په لیکنو، رپورټونو او یادښتونو کې ډیری کیسې، افسانې او فولکلوري مواد ثبت شوي وو. کېدای شي انوالدسن د هغوی ارشیفونه، راپورونه او چاپ شوي کتابونه کارولي وي. داسې هم کېدای شي کیسې ممکن له موجوده پښتو، اردو یا انګلیسي ژباړو راټولې شوې وي.
د ژباړنې دا کار تر ډېرهپورې فرهنګي او ادبي روحیه لري او غوښتي یې دي چې د افغانانو او پښتنو کلتوري روایتونه د ډنمارکي لوستونکو لپاره وړاندې کړي.
پای