جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتېره ورځ له پاکستان او ایرانه کابو ۳ زره افغان کډوال جبري...

تېره ورځ له پاکستان او ایرانه کابو ۳ زره افغان کډوال جبري را ایستل شوي

‏تاند(پنجشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۳مه) د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې پرون چهارشنبه له پاکستان او ایرانه ۲ زره ۷۲۸ کورنۍ په جبري ډول هېواد را ستنې شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، د تورخم له لارې ۱۷۰۰، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۵۶، د نیمروز د ورېښمو پله لارې ۱۵۱، د هرات د اسلام کلا له لارې ۷۱۰ او د هلمند د بهرامچې له لارې ۱۱ کورنۍ په جبري ډول هېواد ته را اړول شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې د راستنو شوو له ډلې ۲۶۱۲ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول شوې.

د یادونې وړ ده چې په روان ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ سلګونه کورنۍ هېواد ته را ستنېږي.

تازه را ایستل شوي وايي، هېواد ته په رسېدو د سرپناه او کار روزګار په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي او نیوکه کوي چې د طالبانو رژیم د دوی د ستونزو حل په برخه کې کارنده ګامونه نه دي پورته کړي.

2 COMMENTS

  1. په دوي الله هيڅ قهر او ظلم نه نازل کوي.
    موږ افغانان بايد خپل د کورنی مشکل حل کړو چي پاکي او ايراني احسان ته مجبور او محتاج نه يو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب