جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeسپورتدرې اړخیزه لوبلړۍ؛ نن ماښام افغانستان له اماراتو سره لوبېږي

درې اړخیزه لوبلړۍ؛ نن ماښام افغانستان له اماراتو سره لوبېږي

تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ د افغانستان، پاکستان او متحده عرب اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ چې د اماراتو په کوربه توب پيل شوی، نن یې درېیمه لوبه ترسره کېږي.

په دې لوبه کې افغانستان له اماراتو سره نن ماښام اوه نیمې بجې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

دواړو لوبډلو خپلې لومړۍ لوبې په پاکستانۍ لوبډلې بایللې دي.

وبه لیدل شي، چې کومه لوبډله به د روانې لړۍ دوهمه مخکښه ګټونکې لوبډله کېږي.

افغان کرېکټ شنونکي بیا هیله من دي چې افغانستان ملي لوبډله به د تېرې لوبې خلاف په لوړ توپير سره او ښه چمتووالي سره لوبغالي ته ښکته شي او اماراتو ته په ماتې ورکولو سره به د پاکستان پر وړاندې دوهمې لوبې ته ښه راتګ وکړي.

دوی په دې باور دي که افغان لوبډله په آرام او ښه فکر سره ولوبېږي، خو لرې نه ده چې راتلونکې لوبې به په اسانۍ وګټي.

عام افغانان هم خپلې ملي لوبډلې ته د بري دعاوې کوي او تمه لري چې، په نننۍ لوبه کې به ښې لاسته راوړنې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب