تاند/دوشنبه د وږي ـ سنبلې ۱۰مه/ ننګرهار کې د طالبانو د عدلیې رييس محمد ريیس محمدي له خیریه بنسټونو غوښتي، چې په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزلې له امله زیانمنو کورنیو سره اړینې مرستې وکړي.
کونړ او ننګرهار ولایتونه نن شپه شاوخوا ۱۲ بجې سختې زلزلې او ورپسې ټکانونو لړزولي او یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې له اوښتو سربېره یو زیات شمېر کورونه هم نړېدلي دي.
محمد رييس محمدي وايي: «د خيريه بنسټونو اتحادیو سمدستي کونړ ته د تګ او د مرستو د برابرولو چمتووالی ښودلی.»
په دغې زلزله کې ډېره مرګ ژوبله د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې رامنځته شوې او د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې هم لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کونړ کې د یادې زلزلې او ورپسې ټکانونو له امله څه باندې ۵۰۰ کسان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او تر ۲۵۰ زیاتو ژوند له لاسه ورکړی دی او په ننګرهار کې د شوې زلزلې له امله ۹ کسان مړه او ۲۰ نور ټپيان شوي، خو د ځايي اوسېدونکو په وینا، په یاده زلزله کې د اوښتې مرګ ژوبلې کچه تر دې ډېره لوړه ده.
د طالبانو مسوولینو هم ویلي، دغه شمېرې وروستي نه دي او د هرې شېبې په تېرېدو سره پکې بدلون راځي او زیاتېږي.
خو د طالبانو تر کنټرول لاندې حریت فارسي راډیو په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کونړ کې تر ۷۰۰ کسانو زیات مړه شوي او دا شمېره تر دې هم لوړېدای شي.
کونړ، ننګرهار او لغمان کې د زلزلې له امله ۸۰۰ کسان مړه او ژوبل دي