Home+د اورانوس په مدار کې نوې سپوږمۍ کشف شوه

د اورانوس په مدار کې نوې سپوږمۍ کشف شوه

تاند- نوې سپوږمۍ، چې لا یې نوم نه دی ایښودل شوی، د اورانوس سیارې د سپوږمیو شمېر ۲۹ ته لوړ کړ.

فضايي تلسکوپ وېب د اورانوس پر مدار یوه نوې کوچنۍ سپوږمۍ موندلې ده.

دغه نوې سپوږمۍ، د امریکا د فضايي ادارې (ناسا) له لوري د سې‌شنبې په ورځ اعلان شوه. اټکل کېږي چې یوازې ۱۰ کیلومتره پلنوالی لري. دا د تلسکوپ د نژدې-انفرارېډ کامرې په وسیله د فبرورۍ د میاشتې د څارنو په ترڅ کې کشف شوې ده.

ساینسپوهان وايي چې دا سپوږمۍ دومره تته (کمه رڼا) او کوچنۍ ده چې د اوږدې مودې لپاره پټه پاتې شوې وه — ان د وویجر ۲ ستوربېړۍ هم شاوخوا ۴۰ کاله وړاندې د تېرېدو پر مهال ونه لیدله.

اورانوس تر اوسه ۲۸ پېژندل شوې سپوږمۍ لري چې نومونه یې د شکسپیر او الېګزانډر پوپ له کرکټرونو څخه اخیستل شوي دي. شاوخوا نیمایي یې کوچنۍ دي او د سیارې په نژدې مدارونو کې څرخي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...